له اوږد ځنډ وروسته ابن سینا فارمسي دولتي شرکت خپل فعالیت بیا پیل کړ
د مالیې وزارت اړوند د ابن سینا فارمسي دولتي شرکت یو ځل بیا د درملو او روغتیایي محصولاتو د تولید چاري پیل کړې.
د ابن سینا فارمسي دولتي شرکت، چي په لوړ کیفیت سره د مختلف ډول درملو او روغتیایي محصولاتو د تولید چاري ترسره کوي، په تیرو کلونو کي له فعالیت څخه پاته سوی وو، چي د اسلامي امارت له حاکمیت وروسته د حکومت له لوري دولتي شرکتونو ته د ځانګړي پاملرني په پایله کي د نورو مهمو دولتي شرکتونو په ګډون د ابن سینا فارمسي دولتي شرکت هم په فعالیت پیل وکړ، چي اوسمهال په ملي کچه ګټور خدمتونه وړاندي کوي.
د ابن سینا فارمسي دولتي شرکت سربیره پر دې، چي درمل او روغتیایي محصولات تولیدوي، بازار ته د روغتیایي محصولاتو او درملو په وړاندي کولو سره د انفرادي درملتونونو ترمنځ د درملو د پلور او بیو د کنترول په برخو کي سالم رقابت ته لاره هواروي او همدا راز د بیړنیو حالتونو لپاره یوه اندازه درمل هم ذخیره کوي.
دغه شرکت اوسمهال د کمو امکاناتو په لرلو سره د ډیفن هیډرامین شربتونو او پراسټامول ټابلیټونو په ګډون لس قلمه درمل او یو شمېر روغیایي موضوعي محصولات تولیدوي او د پلازمیني په ګډون په ټول هيواد کي د (۱۳۰) فعاله درمل پلورنځیو له لاری هيوادوالو ته ګټور خدمتونه وړاندي کوي، چي د خپلو ښو فعالیتونو له لاري یې په روان مالي کال کي (۲۵۹) میلیونه افغانۍ عواید د دولت حزانې ته اضافه کړي دي.
د یادوني وړ ده، چي دغه شرکت په (۱۳۳۳ ل) کال کي د فارمسي تصدۍ په نوم په فعالیت پيل وکړ، چي په (۱۳۹۷ل) کال کي د دولتي شرکتونو د قانون په اساس د ابن سینا فارمسي دولتي شرکت په نوم ونومول سو. یاد شرکت د اویایمۍ لسیزي تحمیل سوو ناخوالو او جګړو څخه وړاندي له (۱۲۰) قلمه څخه زیات درمل او روغتیایي محصولات تولیدول، چي د سیمي په کچه له نیک شهرت څخه برخمن وو، خو په تیرو څلورو لسیزو کي د نا امنیو او نه پاملرني له امله یې فعالیتونه ځنډېدلي وو، چي د اسلامي امارت په راتګ سره یې یو ځل بیا فعالیت پیل کړ او اوسمهال په ملي کچه هيوادوالو ته ګټور خدمتونه وړاندي کوي.