د نیمروز په ګمرک کي تر تاریخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي وسوځول سول

admin_mof
شنبه ۱۴۰۱/۸/۱۴ - ۹:۳۱
خبر

د نیمروز په ګمرک کي شاوخوا ۶۰ ټنه تر تاریخ تېر درمل، چاکلیټ، عطر او داسي نور خوراکي او غیر خوراکي توکي د ټاکل سوي پلاوي په وړاندي وسوځول سول.

یاد توکي چي ارزښت یې شاوخوا ۵ میلیونه افغانۍ وو، له بهرنیو هیوادونو څخه وارد او د نیمروز ګمرک د کارکونکو له لوري ضبط سوي وو.

د ګمرکونو لوی ریاست له ټولو سوداګرو څخه غوښتنه کوي، چي تر تاریخ تېرو توکو له واردولو څخه په کلکه ډډه وکړي.

خبر

 

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۵:۷
Background image

د لومړۍ درجه ولایتونو له مستوفي صاحبانو سره ناسته وسوه!

د لړم ۲۰مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ او د عوایدو لوی رئیس، ددې ریاست د مرستیالانو، د اړوندو ریاستونو د رئیسانو او د کندهار،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۱:۴۲
Background image

د عوایدو لوی ریاست استازو د کندهار په انار ملي او نړيوال نندارتون کي ګډون وکړ!

د لړم ۲۰مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیي وزارت د عوایدو لوی ریاست استازو د کندهار ولایت په «دنیا سالون» کي د انار په ملي او نړيوال نندارتون کي ګډون وکړ.
 دغه درې ورځنی نندارتون د صنعت او سوداګرۍ. . .

BACK TO NEWS