د ګمرکونو د وضعیت ارزوني په موخه تخنیکي ناسته جوړه سوه
![خبر](/sites/default/files/2022-11/z2.jpg)
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی رئیس ښاغلي مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ، د ګمرکونو د وضعیت ارزونی په موخه تخنیکي ناسته، چي د ګمرکونو لوی ریاست مرستیالانو، یو شمېر رئیسانو او د ولایتي ګمرکونو مسؤلینو هم پکښي ګډون درلود؛ د ګمرکونو او عوایدو معینیت د غونډو په تالار کي جوړه سوه.
په پیل کي د ګمرکونو لوی رئیس ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ د ولایتي ګمرکونو مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه چي په ګمرکونو کي د سوداګریزو مالونو د چټک طی مراحلو په موخه کاري وخت زیات کړي او همدا شان یې له ګډونوالو څخه غوښتنه وکړه چي په ولایتي ګمرکونو کي شته ستونزو ته حل لار ومومي.
د ګمرکونو لوی ریاست د پلان جوړوني، پالیسۍ، څارني او ارزوني رئیس ښاغلي محمد وسیم عثمان له لوري په ګمرکونو کي د ۱۴۰۱مالي کال د تلي میاشتي د تر سره سوو فعالیتونو په تړاو ټولیز راپور وړاندي سو او همدا راز په یاده موده کي د روان کال د چنګاښ میاشتي په پرتله د عوایدو راټولیدو، د هیواد په ټولو ګمرکونو کي تر سره سوي سوداګرۍ، د وارداتي توکو ګمرکي ارزښت او د سوداګریزو محمولو د شمېر او ثبت شوي وزن په اړه غونډي ته بشپړ معلومات وړاندي کړل، چي د غونډي ګډونوالو د یاد راپور په بېلابیلو اړخونو بحث وکړ او د چارو د لا ښه والي لپاره د ولایتي ګمرکونو مسؤلینو ته لازمي سلا مشورې ورکړل سوې.
![خبر](/sites/default/files/inline-images/%D8%B0%DB%B1.jpg)
د ولایتي ګمرکونو مسؤلینو هم په خپل وار سره په یادو ګمرکونو کي د شته ستونزو یادونه وکړه چي د ګمرکونو لوی ریاست د رهبرۍ له لوري ورته د ژر حل کېدو ډاډ ورکړل سو.