د ننګرهار په ګمرک کي يو کس د ګمرکي جعلي سندونو په تور ونیول سو
![خبر](/sites/default/files/2022-12/bbbbbbb.jpg)
د ننګرهار ولایت د ګمرک بیدارو مسؤلینو یو کس چي غوښتل يي د ډبرو سکرو بار دوه ټېلر موټرونه له جعلي ګمرکي سندونو څخه په ګټه اخیستنه ګاونډي هیواد پاکستان ته واړوي، په یاد ګمرک کي ونیول سو.
په داسي حال کي چي دغه تورن کس څه موده وړاندي هم دوې لارۍ د ډبرو سکاره په جعلي سندونو ګاونډي هیواد ته صادر کړي وو او اوس مهال یې پر خپل جرم اعتراف کړی. په پېښه کي تورن د نورو پلټنو په موخه امنیتي ځواکونو ته ورسپارل سوی.
د یادوني وړده، چي د مالیې وزارت د ګمرکونو ملکي او امنیتي مسؤلین بیداره دي او په هیڅ صورت به چاته د غیر قانوني کړنو اجازه ورنه کړي.