د دولتي شرکتونو ترمنځ د همږغۍ ناسته وسو

admin_mof
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲۵ - ۱۷:۸
خبر

د مالیې وزارت د دولتي شرکتونو ترمنځ د همږغۍ، ځان بسیایني ته د رسېدو، ستراتېژیکو موخو ترلاسه کولو، ژمنو او مسلکي کسانو ګمارلو، تجربو شریکولو او غوره مدیریت په موخه ناسته په انټرکانټیننټال هوټل کي جوړه سوه.

په دې ناسته کي د مالیې وزارت اداري مرستیال مولوي حمدالله زاهد، د دولتي شرکتونو لوی رئیس الحاج مولوي عبدالحمید اخندزاده، د ملي پراختیا شرکت رئیس عبدالرحمن عطاش، د افغانستان د نفت او ګازو دولتي شرکت رئیس محمد نصیر رحیمي (انجنیر حسن) او د دولتي شرکتونو رئیسانو ګډون کړی وو.

د پیل په خبرو کي د دولتي شرکتونو لوی رئیس، د دولتي شرکتونو د فعالیتونو، لومړیتوبونو او لاسته راوړنو د بیانولو ترڅنګ د دغو شرکتونو د پرمختګ او ځانبسیا کېدو او ښه مدیریت په برخه کي د شرکتونو ترمنځ همږغي اړینه وبلله او زیاته ئې کړه، چي قوانینو ته درناوی او د مراتبو سلسله باید د مسؤلینو له لوري په پام کي ونیول سي.

همدا راز د مالیې وزارت اداري مرستیال وویل، چي د دولتي شرکتونو د ظرفیت لوړولو په موخه باید ټولي اړیني چاري ترسره سي او دولتي شرکتونه باید پیاوړي او ځانبسیا سي. نوموړي زیاته کړه، چي قوانین باید د شریعت له اصولو سره سم ترتیب سي؛ ځکه چي الهي قوانین له وضعي قوانینو څخه لوړ او غوره دي او په ټولو اقتصادي، سیاسي او ټولنیزو برخو کي بشپړ او زموږ ښه لارښودونکي دي.

د دولتي شرکتونو په استازولۍ د ملي پراختیا شرکت رئیس او د افغانستان د نفت او ګازو دولتي شرکت رئیس هم خبري وکړې او د دولتي شرکتونو د ښه مدیریت، پلان جوړوني او د پلانونو د ښه تطبیق لپاره ئې د رښتینو، متعهدو او مسلکي اشخاصو ګمارل مهم وبلل او ترڅنګ ئې د شرکتونو لرلید او رسالت روښانه کړ. 

په پای کي د ملي پراختیا شرکت او انټرکانټیننټال دولتي شرکت د خپلو کړنو پريزنټېشنونه وړاندي کړل، او ګډونوالو هم خپل نظرونه ورسره شریک کړل.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۵:۴۰
Background image

د ننګرهار ګمرک کارکوونکو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمانونو د تشرېح او پوهاوي سیمینار پیل شو

د غبرګولي۲۳مه ۱۴۰۵هـ.ل
د ننګرهار ګمرک ریاست له لوري د دې ریاست او تورخم ګمرک آمریت (۲۰۰) کارکوونکو لپاره د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د فرمانونو د ښه تطبیق په موخه د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۱:۴۱
Background image

د کورنۍ پلټنې لوی رئیس د امارتي املاکو لوی ریاست د رهبرۍ له پلاوي سره وکتل

د غبرګولي۲۳مه ۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د کورنۍ پلټنې لوی رئیس ملا عصمت الله منیب په اړونده کاري برخه کې د ښې همغږۍ رامنځته کولو په موخه د امارتي املاکو له لوی رئیس الحاج حافظ عبدالقدیر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۰:۲۷
Background image

د مستوفیتونو له مسئولینو سره انلاین ناسته وشوه

د غبرګولي ۱۸مه ۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست د عملیاتي مرستیال په مشرۍ او د دغه ریاست تخنیکي مرستیال، اړوند رئیسانو، آمرینو او د تنفیذ او مالیاتي اطاعت پذیرۍ عمومي مدیرانو. . .

BACK TO NEWS