د شیخ ابو نصر فراهي له سرحدي ګمرک څخه د فراه ولایت مرکز ته، د لېږد فورم څانګه انتقال سوه
![خبر](/sites/default/files/2023-02/fwrm.jpg)
د سوداګرو په غوښتنه، د فراه ګمرک په وړاندیز او د ګمرکونو لوی ریاست په منظورۍ سوداګرو ته د اسانتیا رامنځته کولو په موخه د شیخ ابونصر فراهي له سرحدي ګمرک څخه د لیږد فورم څانګه د فراه ولایت مرکز ته انتقال سوه.
د دې څانګي له انتقال سره به سوداګرو ته د لېږد فورم تر لاسه کولو په برخه کي زیاتي اسانتیاوي رامنځته سي، چي له دې وړاندي د لاري د اوږدو له امله سوداګرو ته د یاد فورم تر لاسه کول خورا ستونزمن و.
د یادوني وړ ده چي د ګمرکونو لوی ریاست په دې هڅه کي دئ، چي په ګمرکونو کي سوداګرو ته لا ډېري اسانتیاوي برابري کړي او امکاناتو ته په کتو سره ټولې اصولي غوښتنې ومني.