د وري (حمل) میاشتي د معاشونو د ورکړي خبرتیا!
ګرانو هیوادوالو!
څرنګه چي تاسو ته جوته ده؛ تر دې مهاله د روان (۱۴۰۲ هـ.ل) کال ملي بودیجه نه ده توشیح سوې او هم مهاله د روژې میاشتي له پای ته رسېدو سره کوچنی اختر هم په را نږدې کېدو دی، له همدې کبله د مالیې وزارت رهبري پرېکړه وکړه، چي د ټاکل سویو اصولو له مخي (که چيري د ځینو عواملو له کبله د مالي کال له پیل څخه مخکي ملي بودیجه تصویب، منظور او توشیح نه سي، د بودیجې تر تصویب او منظوري پوري د یوې میاشتي لپاره بودیجوي واک صادریږي)؛ له همدې کبله د مالیې وزارت د روژې مبارکي میاشتي او کوچني اختر په درناوي د دولتي کارکوونکو د حمل میاشتي معاشونه اجراء کوي.
