د ګمرکونو لوی رئیس له یو شمېر سوداګرو او د صنعتي فابریکو له استازو سره وکتل
د ګمرکونو لوی رئیس ښاغلي مفتي عبدالمتین سعید، د بطریو د واردونکو شرکتونو او د بطریو د سُربو تولیدونکو فابریکو له استازو سره، د ګمرکونو او عوایدو معینیت د غونډو په تالار کي وکتل.
په دې ناسته کي د سوداګرۍ او پانګوني خوني مرستیال له افغانستان څخه د صادراتي سُربو د ګمرکي قیمت او افغانستان ته د وارداتي بطریو د ګمرکي تعرفې او قیمت په اړه د سوداګرو او صنعتکارانو غوښتني د ګمرکونو له لوی رئیس سره شریکي کړې.
د ګمرکونو لوی رئیس د صادراتي سُربو د ګمرکي قیمت په برخه کي د سوداګرو غوښتنه ومنله او د وارداتي بطریو د ګمرکي تعرفې په اړه یې وویل، چي واردونکي شرکتونه او د بطریو تولیدونکي فابریکې دي، د سوداګرۍ او پانګوني او د صنعت او کانونو خونو له لاري د تعرفې د کموالي یا لوړوالي په اړه د ګمرکونو لوی ریاست ته عریضه وکړي او د ګمرکونو لوی ریاست به یاده موضوع د تعرفې کمېټې ته وړاندي کړي.
