سپین بولدک په ګمرک کي د لمریزي برېښنا پروژه ګټي اخیستني ته وسپارل سوه

admin_mof
دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۵ - ۱۴:۱۰
خبر

د کندهار ولایت د سپین بولدک په سرحدي ګمرک کي د شاوخوا (۲۱) میلیونه افغانیو په لګښت د لمریزي برېښنا سیسټم جوړ او تېره ورځ د کندهار ګمرک رئیس مولوي محمد حامد احمد او یو شمېر نورو مسؤلینو له لوري ګټي اخیستني ته وسپارل سو. یاد سیسټم د (DC 180) کیلو واټه په وړتیا سره (AC150) کیلو واټه برېښنا تولیدوي.

خبر

یاد سیسټم د یو افغاني شرکت له لوري د څلورو میاشتو په موده کي جوړ سو، چي ټول تجهیزات ئې د شرکت له لوري دوه کاله ګرنټي لري. ‏ تر دې وړاندي په یاد ګمرک کي د جنراتور له برېښنا څخه ګټه اخیستل کېده، چي هره میاشت ئې شاوخوا (۱،۵ )میلیونه افغانۍ لګښت درلود.

خبر

د لمریزي برېښنا د دې سیسټم په فعالېدو سره به د یاد ګمرک په ورځنیو چارو کي پر چټکتیا سربیره، د اضافي لګښتونو مخنیوی هم وسي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۵ - ۱۲:۱۷
Background image

د مالیې او کورنیو چارو وزارتونو د کورنۍ پلټني لویو رئیسانو د خپلمنځي همغږۍ په موخه سره کتلي

د وږي ۲۵مه ۱۴۰۴هـ.ل

د کورنیو چارو وزارت د کورنۍ پلټني لوی ریاست په غوښتنه د ښې همغږۍ، تجروبو شریکولو او د دوامداره مسلکي او کاري همکاریو د رامنځته کولو په موخه د مالیې او کورنیو چارو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۵ - ۱۰:۰
Background image

د کیفیت کنټرول مسلکي کولو روزنیز پروګرام فارغانو ته تصدیق پاڼي ورکول سوې!

د وږي۲۴مه ۱۴۰۴ هـ.ل

د مالیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د بندرونو د کیفیت کنټرول ریاست کارکوونکو ته، چي د کیفیت کنټرول مسلکي کولو له پروګرام څخه فارغ سوي ول د یو لړ مراسمو په ترڅ کي. . .

BACK TO NEWS