د جمهوررئیس غني په حضور کې دافغانستان د پایدارې پراختیا د ملاتړ په موخه د زیمنس د همکارۍ تفاهمنامه لاسلیک شوه

admin_mof
دوشنبه ۱۳۹۷/۱۱/۱۵ - ۱۱:۵۵
 د زیمنس د همکارۍ تفاهمنامه

 د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهوررئیس محمداشرف غني په حضور کې نن له غرمې مخکې د مالیې وزارت سرپرست ډاکټر محمدهمایون قیومي او د زیمنس کمپنۍ د استازو ترمنځ د افغانستان د پایدارې پراختیا په موخه د زیمنس د همکاریو تفاهمنامه لاسلیک شوه.

دا تفاهمنامه چې د سوېس د داووس ښار د نړیوال اقتصادي کنفرانس په څنډه کې لاسلیک شوه.

د دې تفاهمنامې له مخې به دواړه لوري د یوې جامع ستراتېژۍ پر جوړولو کار وکړي چې پر بنسټ به یې زیمنس کمپنۍ له نوې ټکنالوژۍ څخه په استفادې په افغانستان کې د پایداره توسعې د ودې لپاره همکاري کوي.

د نوې انرژۍ د تولیدي ظرفیت د ایجاد له لارې د انرژۍ د زېربناو د ځنځيري ارزښت پیاوړي کول ؛ د انرژۍ د وېش او لېږد د نویو سیستمونو د زېربناو جوړول، نصبول او د انرژۍ د موجوده زېربناو نوي کول؛ د افغانستان د طبیعي ګازو ارزونه او د هغې د لېږد د سیستم پراختیا د دې تفاهمنامې موخې دي.

دغه راز  په هېواد کې له طبیعي ګازو څخه د استفادې د طریقو ارزول او پر هغه موډل کار کول چې افغانستان له منځنۍ اسیا څخه جنوبي اسیا ته د انرژۍ د موثر لېږد پر محور  بدل کړي او ترڅنګ یې د انرژۍ د ضایعاتو د راکمولو لپاره د سیستمونو پر پراختیاچې له هغې ډلې د شبکو د سیستمونو پراختیا، د تقاضا او شبکو د مدیریتونو او د انرژۍ د لېږد پر مهال د ضایعاتو د راکمولو میکانیزم د دې تفاهمنامې نورې اساسي موخې دي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۲:۳۸
Background image

د مالیې وزیر د عزیزي ګروپ له استازو سره وکتل

د کب ۲۶مه ۱۴۰۴ه۔ل

د مالیې وزیر الحاج ملا محمد ناصر اخوند د دغه وزارت په مقام کي د عزیزي ګروپ له استازو سره وليدل. 
د دې لیدني په ترڅ کي د دواړو لوریو ترمنځ د غوره همغږۍ په موخه د عزیزي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۰:۵۰
Background image

په ۱۴۰۴ کال کي د هیواد ګمرکي چارو (۱۲) سلنه پرمختګ کړی دئ

د کب۲۶مه ۱۴۰۴هـ.ل 
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مولوي محمد حامد احمد په مشرۍ د روان (۱۴۰۴) هـ.ل کال کي په ګمرکونو کي د ترسره سويو چارو د تخنیکي ارزوني ناسته پر لیکه او حضوري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۳:۹
Background image

د مالیې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له لوري د دې وزارت له کارکونکو څخه دیني او عقیدوي ازموینه ترسره سوه

د کب۲۰ مه، ۱۴۰۴ هـ.ل
د مالیې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست، د امر بالمعرف، نهی عن المنکر او د شکایتونو آوریدلو د مقام د حکم پر بنسټ، د دې وزارت له کارکونکو څخه د کارکونکو د دینی زدکړو د. . .

BACK TO NEWS