د ګمرکونو او عواید معین او د عوایدو لوی ریاست مشرتابه د کورنیو چارو وزارت له تأمیناتي معین سره وکتل

admin_mof
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۵/۱۰ - ۱۴:۱۲
خبر

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مولوي عبدالقاهر ادریس، د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست حمایوي مرستیال حافظ مولوي شاه حسین حسیني او د غیرمالیاتي عوایدو ریاست د یو شمېر مسؤلینو په حضور کي د کورنیو چارو وزارت تأمیناتي معین مولوي عبدالله مختار، د پاسپورټ لوی ریاست مرستیال شېرشاه قریشي او نورو مسؤلینو سره وکتل.
په دې کتنه کي د عوایدو د راټولولو پر وضعیت، د پاسپورټونو د ورکړي په برخه کي د عایداتي فرصتونو، د وسلو د لېږد جواز، د یو کیلي موټرو پر اسنادو او د کورنیو چارو وزارت د عوایدو د غوره والي په برخه کي د شته ستونزو د حل په اړه بحث او د نظرونو تبادله وسوه.

خبر

په پای کي د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین د ټولو امارتي ادارو د عوایدو د وضعیت د ښه والي په موخه د لا زیاتو اسانتیاوو د برابرولو لپاره چمتووالی اعلان کړ.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۴
Background image

د مالیې وزارت د شکایتونو اورېدو آمریت (۹) شکایتونو ته رسېدنه کړې ده

د غويي۷مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د کورنۍ پلټني لوی ریاست د شکایتونو اورېدو آمریت د دغه وزارت اړوند ټولو شکایتونو؛ لکه: فساد، کم کاري، کار ځنډوني او د یو شمېر مسئولینو ناسم چلند ته د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۴
Background image

د کورنۍ پلټني لوی رئیس او ورسره مل پلاوي یو شمېر لوېدیځو ولایتونو ته سفر وکړ

د غويي۵مه۱۴۰۵هـ.ل
د مالیې وزارت د کورنۍ پلټني لوی رئیس ملا عصمت الله منیب په مشرۍ یوه پلاوي د چارو د ارزوني او د پلټني سپارښتنو د تطبیق د تعقیبولو په موخه د هرات، فراه او نیمروز. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۳:۳۱
Background image

د حمایوي، تدارکاتي، خدماتي او مالي او اداري پروسو د ساده کولو په موخه ناسته وسوه

د غویي۳مه۱۴۰۵ هـ.ل
د حمایوي، تدارکاتي، خدماتي او مالي او اداري پروسو د ساده کولو په موخه، د چارو ادارې، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې او د مالیې وزارت د استازو په ګډون د دې. . .

BACK TO NEWS