د افغانستان د نفت او ګازو په دولتي شرکت کي د جذب په موخه له ۳۲۰۰ کسانو څخه ازموینه واخیستل سوه

admin_mof
جمعه ۱۴۰۲/۸/۱۲ - ۱۵:۳۰
خبر

د مالیې وزارت اړوند د افغانستان د نفتو او ګازو دولتي شرکت لپاره د مسلکي کارکوونکو د ګومارني ازموینه د ازموینو ملي ادارې لخوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کي د کابل پوهنتون د تمیم انصاري (رض) په تالار کي واخیستل سوه.
په دغو مراسمو کي د دولتي شرکتونو لوی رئیس الحاج عبدالحمید اخندزاده، د افغانستان د نفتو او ګازو دولتي شرکت لوی او اجرائیه رئیس انجنیر محمد نصیر رحیمي (انجنیر حسن)، د مالیې وزارت د بشري سرچینو رئیس مولوي احمدشاه شاکر، د ازموینو ملي ادارې رئیس شیخ عبدالباقي حقاني، د کابل پوهنتون رئیس دوکتور اسامه عزیز او د اسلامي امارت یو شمېر نورو مسئولینو هم ګډون کړی وو.
د کابل پوهنتون رئيس دوکتور اسامه عزيز په دې مراسمو کي د خپلو خبرو پر مهال وویل: « ډېر د خوښۍ ځاى دئ، چي دغه ازموينه د لوستو او مستعدو ځوانانو د جذبولو په موخه ترسره کېږي. په دې کي شک نسته، چي په اسلامي امارت کي اشخاص د خپل لیاقت او وړتيا پر اساس د يوې شفافي او قانوني پروسې له لاري په دندو ګومارل کېږي، چي د نن ورځي ازموینه ئې یو غوره ثبوت ګڼلی سو.»
د ازموینو د ملي ادارې رئیس شیخ عبدالباقي حقاني په خپلو خبرو کي وویل: « په اوسني عصر کي د ډېریو عصري هيوادونو په پرمختګ کي د با استعداده، مسلکي او ژمنو اشخاصو ستر رول وي، چي الحمدلله نن په ګران افغانستان کي هم د وړ او با استعداده اشخاصو لپاره د کار زمینه برابره ده او ننۍ ازموینه د لوستو او مستعدو ځوانانو د جذبولو په موخه په لاره اچول سوې ده.» تر څو هغوی ته د خدمت فرصت برابر او هیواد مو د پرمختګ په لور روان سي، نوموړي د ازمويني د روڼتيا ډاډ ورکړ او زياته ئې کړه، چي د افغانستان په تاريخ کي کله هم دومره شفافه پروسه نه ده ترسره سوې او له ځوانانو ئې وغوښتل، چي په پوره ډاډ سره ازموينه ترسره او د خدمت جوګه وګرځي.
د افغانستان د نفتو او ګازو دولتي شرکت لوی او اجرائیه رئیس انجنیر محمد نصیر رحیمي د یاد شرکت د تاریخچې او فعالیتونو په اړه معلومات وړاندي کړل او زیاته ئې کړه، چي اوس د اسلامي امارت د خپلواکۍ او حاکمیت تر چتر لاندي د مسلکي کادرونو لپاره د خدمت زمینه برابره سوې ده، د افغانستان د نفتو او ګازو دولتي شرکت هڅه کوي، چي د خپلو چارو د غوره ترسره کولو په موخه د داخلي متخصصو او ژمنو کسانو څخه کار واخلي، ترڅو دغه شرکت د میلیارډونو پانګي او سلګونه زره پرسونل په لرلو سره، لازمو وړتیاوو ته په کتو او هیواد ته د خدمت لپاره نړیوالو شرکتونو ته په ورته شرکت باندي بدل کړي. نوموړي د ازموینو د ملي ادارې، کابل پوهنتون او مالیې وزارت څخه د شفافي ازمویني ترسره کولو په پار د دوی له همکاریو مننه وکړه.

خبر

د یادوني وړ ده، چي د افغانستان د نفتو او ګازو دولتي شرکت له لوري د (۱۳۳) بستونو ازموینه په ورته وخت کي په دریو ولایتونو کابل، بلخ او هرات کي واخیستل سوه، چي (۳۲۰۰) کسانو پکښي ګډون کړی وو.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۹:۵۰
Background image

د ګمرکونو له مسئولینو سره انلاین ناسته وشوه

د تلې لومړۍ،۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزیر حاجي ملا محمد ناصر اخوند په مشرۍ او د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج ملا نعمت الله حسن، د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مولوي محمد حامد احمد او د وزارت د یو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۳۵
Background image

د عوایدو عمومي ریاست د رهبرۍ دوولسمه ناسته وشوه

د وږې۲۹مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو عمومي رئیس الحاج مولوي سفرمحمد سحر په مشرۍ، د عوایدو عمومي ریاست د (۱۴۰۵) هـ.ل کال د رهبرۍ دوولسمه ناسته د عوایدو او ګمرکونو معینیت د غونډو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۳۰
Background image

د تخار ولایت په آی خانم ګمرک کې د لمریزې برېښنا سیسټم د نصب چارې پیل شوې

د وږې۲۹مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لوري د تخار ولایت په آی خانم ګمرک کې د شاوخوا (۴،۸) میلیونه افغانیو په ارزښت د لمریزې برېښنا سیسټم د نصب چارې پیل شوې.
تر دې. . .

BACK TO NEWS