د عوایدو لوی ریاست رهبري د دولتي ادارو له یو شمېر مسئولینو سره د غیرمالیاتي عوایدو په تړاو ناسته وکړه
د مالیې وزارت د عوایدو لوی رئیس الحاج شېر محمد مشفق په مشرۍ او د دغه ریاست حمایوي مرستیال الحاج حافظ شاه حسین حسیني او د غیرمالیاتي عوایدو رئیس امان الله امین په حضور کي د کانونو او پټرولیم وزارت، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت، د کورنیو چارو وزارت، د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت، د افغانستان اوسپني پټلۍ ادارې، د بهرنیو چارو وزارت، د مالیې وزارت دولتي تصدیو او املاکو ریاست، د عامي روغتیا وزارت، د احصایې او معلوماتو ملي ادارې، د صنعت او سوداگرۍ وزارت، د لوړو زدهکړو وزارت او د خوړو او درملو ملي ادارې له مسؤلنیو سره د (۱۴۰۲ ل) کال له وري (حمل) میاشتي څخه تر لړم (عقرب) میاشتي پوري د یادو وزارتونو او دولتي ادارو د غیرمالیاتي عوایدو په تړاو د مالیې وزارت د گمرکونو او عوایدو معینیت د غونډو په تالار کي ناسته جوړه سوه.
د مالیې وزارت د عوایدو لوی رئیس په خپلو خبرو کې له ټولو دولتي ادارو څخه د قدردانۍ ترڅنگ وویل، د عوایدو په شفاف ډول راټولولو او لوړولو کي باید په پوره اخلاص او ایماندارۍ عملي گامونه پورته سي.
د ناستي په پای کي د عوایدو لوی ریاست د پلان، نظارت او تحقیق رئیس مولوي ابو احمد، د وزارتونو او دولتي ادارو د غیرمالیاتي عوایدو راپور وړاندي کړ.
