د ګمرکونو لوی رئیس د نیمروز ولایت له مسؤلینو او سوداګرو سره وکتل!
د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مفتي عبدالمتین سعید، چي د یوه تخنیکي پلاوي په مشرۍ نیمروز ولایت ته په رسمي سفر تللی، د یاد ولایت د ګمرک د ارزوني او بهرني ټرانزیټ لپاره د اسانتیاوو رامنځته کولو تر څنګ د دغه ولایت له یو شمېر سوداګرو او مسؤلینو سره په جلا جلا توګه وکتل.
د نیمروز ولایت له سوداګرو سره په کتنه کي، چي د یاد ولایت د والي مرستيال او سرپرست، الحاج مولوي عبدالقيوم "روحاني"، د ګمرکونو لوی ریاست د قانون د تنفیذ رئیس ښاغلي محمد ابراهیم "خلیل"، د ګمرک رئيس مولوي مطیعالله "سعيد"، د سوداګرۍ او پانګوني خوني رئيس، الحاج عبیدالله "نوري"، د یو شمېر ملکي ادارو رئيسانو او سوداګرو ګډون کړی وو، دواړو لوریو د ياد ولايت د سوداګرۍ او د گمرکونو په برخه کي پر ستونزو او حل لارو هر اړخیزي خبري وکړې.
د نیمروز ولایت د سوداګرۍ او پانګوني خوني رئيس د همدې ولايت د سوداګرو په استازيتوب د سوداګریزو توکو د صادراتو او وارداتو او د بانکي کارکوونکو د کاري وخت د کموالي په برخو کي شته ستونزي وړاندي کړې او د حل په برخه کي ئې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د ګمرکونو لوی رئيس په خپلو خبرو کي نيمروز ولايت ته د خپل سفر موخه د ګمرکونو او سوداګرۍ په برخه کي د سوداګرو د ستونزو اورېدل او په اړه ئې اړيني پرېکړي کول ياد کړل. ښاغلي سعيد زياته کړه، موږ تل هڅه کړې، چي د سوداګرۍ په برخه کي د افغان سوداګرو لپاره لازمي اسانتياوي رامنځته کړو او همداراز ئې د شته ستونزو د حل په برخه کي د همکارۍ ډاډ ورکړ.
د دې ترڅنګ د ګمرکونو لوی رئیس او مل پلاوي د نیمروز ولایت د والي د مرستیال او استناف محکمې د رئیس په شتون کي د یاد ولایت د علماوو له شورا سره هم غونډه وکړه. په دې غونډه کي دواړو لوریو د قاچاقي توکو له وارداتو او صادراتو څخه د مخنیوي او په دې برخه کي د علماو شورا او محکمې په همکارۍ بحث او د نظرونو تبادله وکړه، چي د غونډي په پای کي د نیمروز ولایت د علماوو شورا، محکمې او امنیتي ارګانونو له خپل لوري د هر اړخیزي همکارۍ ډاډ ورکړ.
همدارنګه نیمروز ګمرک ته د ګمرکونو لوی ریاست تللي پلاوي په یاد ګمرک کي د بهرني ټرانزیټ څانګه فعاله او اړوندو کارکوونکو ته ئې په دې برخه کي روزنه ورکړل سوه، چي له دې وروسته به د بهرني ټرانزیټ په برخه کي د سوداګرو ټولي ستونزي حل سي.
د یادوني وړ ده، چي د ګمرکونو لوی رئيس او مل پلاوي په دې سفر کي د نیمروز ګمرک ورځنۍ چاري هم له نږدې و ارزولې او د چارو د لا ښه والي لپاره ئې مسؤلینو ته لازم هدایات وکړل.
