د اسلام کلا، نیمروز او ابو نصر فراهي ګمرکونو خدمتونه ۱۶ ساعته سول!

admin_mof
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۴ - ۱۳:۱۸
...................

د افغانستان اسلامي امارت پلاوي او د ایران اسلامي جمهوریت د مسؤلینو ترمنځ هوکړه سوې، چي له دې وروسته به د اسلام کلا، نیمروز او ابو نصر فراهي او د ایران لوري ته درې مقابل ګمرکونه سوداګرو ته (۱۶) ساعته ګمرکي خدمتونه وړاندي کوي.
د دې هوکړي له مخي به د دواړو هیوادونو ټاکل سوي ګمرکونه هره ورځ د افغانستان پر وخت د سهار له (۸ بجو څخه د شپې تر ۱۲ بجو) پوري د سوداګریزو محمولو پر مخ خلاص وي او ګمرکي طی مراحل به ئې تر سره کېږي.
همدا شان به د دې هوکړي له مخي هره ورځ د دواړو هیوادونو تر منځ په مساویانه ډول (۱۲) سوه بار وړونکي محمولې تګ راتګ کوي، چي دا شمېر به شل ورځي وروسته (۱۵) سوه محمولو او درې میاشتي وروسته به دوه زره محمولو ته لوړ سي.
د دواړو هیوادونو ترمنځ د ترسره سوي هوکړي او د دغي چاري د عملي پیلېدو په پایله کي به په افغانستان کي سوداګري لا وده وکړي او تر څنګ به ئې سوداګرو ته د توکو د پړاوونو ترسره کولو په برخه کي زیاتي اسانتیاوي

هم رامنځته سي

 

 

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۳:۳۱
Background image

د حمایوي، تدارکاتي، خدماتي او مالي او اداري پروسو د ساده کولو په موخه ناسته وسوه

د غویي۳مه۱۴۰۵ هـ.ل
د حمایوي، تدارکاتي، خدماتي او مالي او اداري پروسو د ساده کولو په موخه، د چارو ادارې، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې او د مالیې وزارت د استازو په ګډون د دې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۵
Background image

د امارتي املاکو لوی ریاست پلاوي لغمان او ننګرهار ولایتونو ته سفر وکړ

د غویي۳مه۱۴۰۵ هـ.ل
د مالیې وزارت د امارتي املاکو د لوی رئیس الحاج حافظ عبدالقدیر حقاني په مشرۍ د دغه ریاست تخنیکي او مسلکي پلاوي لغمان او ننګرهار ولایتونو ته رسمي سفر وکړ. 
دغه پلاوي د. . .

BACK TO NEWS