د مالیې وزیر د غزني ولایت له ولسوالانو سره وکتل!

admin_mof
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۷ - ۱۱:۳۶
.............


د مالیې وزیر، الحاج ملا محمد ناصر اخوند د غزني ولایت د (۱۹) ولسوالیو له ولسوالانو سره وکتل او د دوی ستونزي او غوښتني ئې واورېدې.
په دې کتنه کي، د غزني ولایت ولسوالانو د خپلو ولسوالیو د ستونزو شریکولو ترڅنګ، غوښتنه وکړه؛ چي د راتلونکي مالي کال په ملي بودیجه کي د دغه ولسوالیو لپاره په روغتیایي، بیا رغوني او نورو برخو کي د پراختیایي پروژو لپاره بودیجه ځانګړې کړي؛ ترڅو د غزني ولایت د ولسونو ستونزي ورسره حل سي.
د مالیې وزیر وویل، هڅه ئې داده، چي د ټولو هیوادوالو ستونزو ته د ملي بودیجې د لګښتونو په وسیله رسېدنه وکړي او ډاډ ئې څرګند کړ، چي د غزني ولایت د ولسونو سره به هم، په یادو برخو کي د پروژو پلي کولو په موخه اړیني همکارۍ وسي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۳:۳۱
Background image

د حمایوي، تدارکاتي، خدماتي او مالي او اداري پروسو د ساده کولو په موخه ناسته وسوه

د غویي۳مه۱۴۰۵ هـ.ل
د حمایوي، تدارکاتي، خدماتي او مالي او اداري پروسو د ساده کولو په موخه، د چارو ادارې، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې او د مالیې وزارت د استازو په ګډون د دې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۵
Background image

د امارتي املاکو لوی ریاست پلاوي لغمان او ننګرهار ولایتونو ته سفر وکړ

د غویي۳مه۱۴۰۵ هـ.ل
د مالیې وزارت د امارتي املاکو د لوی رئیس الحاج حافظ عبدالقدیر حقاني په مشرۍ د دغه ریاست تخنیکي او مسلکي پلاوي لغمان او ننګرهار ولایتونو ته رسمي سفر وکړ. 
دغه پلاوي د. . .

BACK TO NEWS