د کندهار او زابل په مستوفیتونو کي د لمریزي برېښنا شبکې فعاله سوې!

syllab_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱/۱۴ - ۱۵:۳
.................



د کندهار او زابل ولایتونو په مستوفیتونو کي د (۳۵) او (۲۶) کیلو واټه وړتیا په لرلو سره د لمریزي برېښنا شبکې فعاله او د ګټي اخیستني وړ سوې.
د دغو دواړو ولایتونو په مستوفیتونو کي د لمریزي برېښنا پر شبکو باندي په ترتیب سره د کندهار ولایت پر برېښنایي شبکه (۲۶۱۳۸۳۴،۱۹۳) افغانۍ او همدارنګه د زابل ولایت د برېښنا پر شبکه (۲۵۴۷۴۳۱،۱۲۱) افغانۍ لګښت راغلی، چي د دواړو برېښنایي شبکو لګښتونه د مالیې وزارت له پراختیایي بودیجې څخه ورکول کېږي.
د کندهار ولایت مستوفي مولوي سید نوراحمد سعید د دغي پروژې په اړه وویل، چي د کندهار د لمریزي برېښنا دغه شبکه د مالیې وزارت په هڅو او مالي ملاتړ پلې سوې ده، چي د (۳۵) کیلو واټه برېښنا د تولید وړتیا لري او د کندهار مستوفیت به ګټه ورڅخه اخلي، د مراجعینو په کارونو کي به اسانتیا رامنځته کړي او د برېښنا ستونزه به د تل لپاره حل سي.
د مالیې وزارت په استازیتوب، د دغه وزارت د قراردادونو د تسهیل آمر محمد موسی حماد د یادي پروژې د پرانیستني پر مهال وویل، د مالیې وزارت هڅه کوي، چي په ټولو مستوفیتونو کي د کارونو د پرمختګ او منظموالي په موخه دغسي برېښنايي پروژې تطبیق کړي.
د یادوني وړده، چي د مالیې وزارت هڅه کوي، چي د ټولو ولایتونو مستوفیتونه او ګمرکونه عصري، برېښنایي او په اوسنۍ ټکنالوژي سمبال کړي؛ ترڅو وکولای سي د سیمي او نړۍ له سیسټمونو سره سیالي وکړای سي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۶ - ۱۱:۲۱
Background image

تېره اوونۍ د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کي په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیول سوي دي!

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارني کارکوونکو تېره اوونۍ د هرات، نیمروز، کندهار، فراه او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سیمو کي په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیولي دي، چي قاچاق. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۵ - ۱۳:۱۷
Background image

د خوست په ګمرک کي د (۱۰۵) میلیونه افغانیو په ارزښت د موټرونو تم ځای جوړ سو!

د مالیې وزارت له لوري د هیواد په ګمرکونو کي د بېلابېلو پراختیایي پروژو د عملي کولو په دوام؛ د دغه وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د (۱۰۵) میلیونه افغانیو په ارزښت د خوست په محصولي ګمرک کي د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۴ - ۱۳:۵۳
Background image

د کندهار په محصولي ګمرک کي امنیتي کامرې فعالي او له مرکز سره ونښلول سوې!

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د کندهار په محصولي ګمرک کي (۳۱) دانې امنیتي کامرې فعالي او له مرکز سره ونښلولې.
د یادو امنیتي کامرو د نصب چاري پخوا ترسره سوي وې، چي اوس د ګمرکونو لوی. . .

BACK TO NEWS