د کندهار ګمرک رئیس د دې ولایت له یو شمېر سوداګرو سره وکتل!
![..............](/sites/default/files/2024-05/d_kndhar_mhswly_kmrk_wdany.jpg)
د کندهار ولایت د ګمرک رئیس الحاج مولوي سفر محمد سحر د کندهار د سوداګرۍ او پانګوني خوني د رئیس محمد صدیق مهمند په شتون کي د یاد ولایت د وچو مېوو د سوداګرو ټولني له رئیس او غړو سره د ګمرک په ریاست کي وکتل.
په دغه کتنه کي، چي د ګمرک آمرینو او د سوداګرۍ او پانګوني خوني مرستیال هم شتون درلود؛ دواړو لوریو د وچو او تازه مېوو او ریحانو پر سوداګرۍ، د قاچاقي توکو پر مخنیوي او د ځینو اقلامو پر تعرفې بحث او خبري وکړې.
یادو سوداګرو په ګمرکي چارو کي د لازمو اسانتیاوو د رامنځته کېدو په برخه کي د کندهار ګمرک له رئیس څخه مننه وکړه او په هیواد کي ئې د سوداګرۍ د لا ودي په موخه خپلي مشورې هم شریکي کړې.
د کندهار ولایت د ګمرک رئیس له دوی څخه د منني تر څنګ د لا روڼتیا او اسانتیاوو د رامنځته کېدو له پاره د سوداګرو او ګمرک د مسؤلینو تر منځ پر لازمي همغږۍ ټینګار وکړ او دوی ته ئې ډاډ ورکړ، چي ټولو ستونزو ته به ئې پر خپل وخت رسېدنه وسي.