د مالیې وزارت سرپرست د ۱۳۹۷ مالي کال د قطعې په اړه د پلټنې عالي ادارې له رئیس سره خبرې وکړې
د مالیې وزارت سرپرست او د زیربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، نن د وري میاشتې په ۱۳مه نېټه د پلټنې عالي ادارې له رئیس ښاغلي محمد نعیم حقمل، سره وکتل.
په دې کتنه کې دواړو لوریو د مالیې وزارت له خوا د پلټنې عالي ادارې ته په خپل وخت سره د ۱۳۹۷ مالي کال د قطعې حساب په سپارلو، د دواړو ادارو تر منځ د دوه اړخیزو همکاریو په لا زیاتوالي، همدا شان په چارو کې د روڼتیا په رامنځته کولو او په ټاکلي مهال د اړوندو سندونو اجراآ او ځوابولو چې ملت ته ځواب ویونکي وي، خبرې وکړې.
د مالیې وزارت سرپرست د پلټنې عالي ادارې له رئیس څخه غوښتنه وکړه چې د قطعې راپور په مسلکي او بې پرې ډول چمتو او خپور کړي.
د پلټنې عالي ادارې رئیس له مالیې وزارت څخه مننه وکړه چې په تېرو شاوخوا اتلسو کلونو کې یې په لومړي ځل د ۱۳۹۷ مالي کال د قطعې حساب دوی ته په خپل وخت سره وسپاره او ژمنه یې وکړه چې د قطعې راپور به په مسکلي او پوره بې پریتوب ترتیب او خپور کړي.
