د مالیې وزارت سرپرست د اسلامي پراختیا بانک له رئیس سره وکتل
د مالیې وزارت سرپرست او د زېربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، د روانې اوونۍ په پیل کې مراکش هیواد ته د اسلامي پراختیا بانک ۴۴ مې کلنۍ ناستو په څنډه کې د اسلامي پراختیا بانک له رئیس ښاغلي ډاکټر بندر هاجر، سره وکتل.
په دې ناسته کې ښاغلي قیومي، د نوموړي بانک له رئیس څخه چې د اسلامي هیوادونو د پراختیا او په ځانګړي توګه د افغانستان پراختیا ته پاملرنه کوي مننه وکړه او زیاته یې کړه، افغانستان لوړو موخو ته د رسېدو لپاره د پانګونې منظم پلان لري، چې ۸ میلیارده او ۷ سوه میلیونه ډالر ارزښت لري. نوموړي وویل چې اقتصادي ځان بسیاینه، د خلکو د ژوند کچه لوړول، د بېوزلۍ له منځه وړل او کار پیدا کول د پانګې جلبول د یاد پلان موخې دي. دا پلان په دریو برخو د کرنې او اوبو لګولو سکټور، انرژۍ او برېښنا او مسکن ته ځانګړې پاملرنه کوي. د مالیې وزارت پرست په دې برخه کې د اسلامي پراختیا بانک د مرستو او پانګونې غوښتونکی شو.
د اسلام پراختیا بانک رئیس، په دې ناسته کې له افغان لوري مننه وکړه او اقتصادي ځان بسیاینې ته د رسېدو په موخه یې د یاد پلان او پروګرامونو له جوړېدو مبارکي ورکړه. نوموړي، ژمنه وکړه چې یاد بانک به د افغان حکومت پلان په غور وګوري او خپلې کاري ډلې ته یې دنده وسپارله څو د سترو پروژو لکه، کرنې او اوبو لګونې، کانونو، انرژۍ او برېښنا په برخو کې د دې بانک د پانګونې امکان سنجونې لپاره د افغان حکومت د پانګې جلبولو پلان په غور مطالعه کړي.
