د مستوفیتونو د مالیه ورکوونکو د خدمتونو څانګي کارکوونکو ته ۱۶ ورځنی روزنیز پروګرام پیل سو!

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۴ - ۱۵:۲۳
..............

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ له کلني تدریسي پلان سره سم، د مرکز او ولایتي مستوفیتونو د مالیه ورکوونکو د خدمتونو څانګي (۴۰) تنو آمرینو او مدیرانو ته د مالیاتي، قوانینیو، طرزالعملونو، مالیاتي پرېکړو او مالیاتي سیسټمونو په برخو کي د مسلکي کولو تر سرلیک لاندي روزنیز پروګرام پیل سو.
په همدې تړاو جوړه سوې غونډه کي د عوایدو لوی ریاست عملیاتي مرستیال انجنیر خان محمد ذاکر، د مالیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د استخدام آمر مفتی نیاز منصور، د دعوت او ارشاد ریاست مدرس شیخ محمد مبین امیني، د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ آمر بلال احمد احدي او د یادي اکاډمۍ ښوونکو ګډون کړی وو.
د غونډي په پرانیستې وینا کي د عوایدو لوی ریاست عملیاتي مرستیال، د اسلامي نظام پر ارزښت خبري وکړې او له کارکوونکو څخه ئې وغوښتل، چي له دغه روزنیز پروګرام څخه پوره ګټه پورته او خپلو مسئولیتونو ته پام واړوي.
د مالیې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست مدرس په خپلو خبرو کي وویل: (الله جل جلاله آمر کوي، چي تاسي امانت خپلو اهلو کسانو ته وسپارئ؛ نو د دین زده کړي، تقوا، د حقوقو پېژندلو، له حرامو څخه ځان ساتلو او له ګناه څخه وروسته توبې کولو ته ډېره پاملرنه ساتئ).
د یادولو ده، چي دغه روزنیز پروګرام به (۱۶) ورځي دوام وکړي، چي له دې سره به د دغو کارکوونکو وړتیاوي لوړي او د اړوندو ادارو په چارو کي به لا ښه والی راسي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۱ - ۱۵:۲
Background image

د تورخم په ګمرک کې د لوړ تُناژ تله جوړه او ګټې اخیستني ته وسپارل سوه!

 

د ګمرکونو لوی ریاست د (۳،۵) میلیونه افغانیو په ارزښت د تورخم په ګمرک کي د وارداتي توکو د وزن معلومولو له پاره یوه پایه د لوړ تُناژ تله جوړه او ګټي اخیستني ته وسپارله.
یاده تله د (۲۲). . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۹ - ۱۰:۵
Background image

تېره اوونۍ د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کي زیاته اندازه قاچاقي توکي نیول سوي دي!


د زمري ۹مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارني کارکوونکو تېره اوونۍ د فراه، کندهار، نیمروز، ننګرهار او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سیمو کي په زیاته اندازه قاچاقي. . .

BACK TO NEWS