د کندهار په محصولي ګمرک کي د (۵،۴) میلیونه افغانیو په ارزښت د لمریزي برېښنا سیسټم جوړ سو!

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۶ - ۱۴:۲۳
............


د غویي ۶مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د (۵،۴) میلیونه افغانیو په ارزښت د کندهار محصولي ګمرک له پاره د لمریزي برېښنا سیسټم جوړ او ګټي اخیستني ته وسپاره.
تر دې وړاندي د کندهار محصولي ګمرک برېښنا له دولتي او د جنراټور له برېښنا څخه چمتو کېده، چي ورځنی لګښت ئې شاوخوا (۱۹۵۴۰) افغانۍ، میاشتنی (۵۰۸۰۴۰) افغانۍ او کلنی لګښت ئې څه باندي شپږ میلیونه افغانۍ کېده.
د لمریزي برېښنا د سیسټم له فعالېدو سره به په کلني ډول په میلیونونو افغانۍ و سپمېږي او ترڅنګ به ئې تخنیکي ستونزي هم راکمي سي.
د یادولو ده، چي د یادي پروژې لګښت د مالیې وزارت له پراختیایي بودیجې څخه ورکول سوی او چاري ئې د یوه افغاني شرکت له لوري پلي سوي دي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۵:۴۷
Background image

په تېرو درېیو اوونیو کي د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کي په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیول سوي دي

د مرغومي ۲۲مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارني کارکوونکو په تېرو درېیو اوونیو کي د کندهار، نیمروز، فراه او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سیمو کي په زیاته اندازه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۵:۲۳
Background image

د عوایدو لوی ریاست او د بغلان ولایت د سيکټوري ریاستونو استازو د مالیاتي ظرفیت لوړوني په موخه سره وکتل

د مرغومي ۲۱مه ۱۴۰۴هـ.ل
د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست استازو د بغلان ولایت د سيکټوري ریاستونو له استازو، د بغلان مستوفي او د مالي چارو له کارکوونکو سره د مالیاتي ظرفیت لوړوني په موخه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۰ - ۱۵:۱۱
Background image

د بغلان ولایت مالیه ورکوونکو ته د مالیاتو په برخه کي عامه پوهاوی ورکړل سو

د مرغومي ۲۰مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست له لوري او د بغلان مستوفیت په همکارۍ مالیه ورکوونکو ته په مالیاتو کي د رامنځته سویو تخفیفونو او د دوی د ستونزو اورېدو په موخه د. . .

BACK TO NEWS