د فاریاب ولایت د اقینې ګمرک د ارشیف جوړولو پروژې رغنیزي چاري په چټکۍ سره رواني دي!

د غویي ۱۷مه ۱۴۰۴هـ.ل
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د (۱۰،۱) میلیونه افغانیو په ارزښت د فاریاب ولایت د اقینې په ګمرک کي د ارشیف جوړولو پروژې رغنیزي چاري پیل کړي دي، چي تر دې مهاله (۳۰٪) پر مخ تللي دي.
د یاد ارشیف په جوړېدو سره به د ګمرکي سندونو د خوندي ساتلو او د اداري چارو د لا چټکتیا په برخو کي ګڼي اسانتیاوي رامنځته سي.
یاد ارشیف په پوره معیاري ډول جوړېږي او په یوه وخت کي به د (۲۵) زره دوسیو د ساتلو وړتیا ولري.
د یادولو ده، چي د مالیې وزارت له لوري د ګمرکونو د عصري کولو او سوداګرو ته د لا ډېرو اسانتیاوو د رامنته کولو په موخه ګڼي ګټوري پروژې پلي سوي او ځیني ئې د پلي کېدو په حال کي دي.