تېره اوونۍ د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کي قاچاقي توکي نیول سوي دي!
د غویي ۲۹مه ۱۴۰۴هـ.ل
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارني کارکوونکو تېره اوونۍ د نیمروز، کندهار او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سیمو کي قاچاقي توکي نیولي دي، چي قاچاق کوونکو غوښتل له ګمرکي محصول پرته ئې په قاچاقي ډول افغانستان ته راوړي.
په نیول سویو توکو کي (۱۴۵۸۸) کیلو ګرامه چاکلېټ، (۲۲۲۳) کیلو ګرامه انساني طبي درمل، (۳۰۰) کیلو ګرامه لواشک، (۲۳۷۰) کیلو ګرامه رُب، (۲۱۰۰) کیلو ګرامه رخت، (۱۰۸۰) کیلو ګرامه شامپو، (۸۲۵) کیلو ګرامه لوبیا، (۴۴۰) کیلو ګرامه شیریني باب، (۴۱۶) کیلو ګرامه جوس، (۲۵۰) کیلو ګرامه خالي کارټن، (۱۲) پايې کولرونه او (۳۱) عرادې موټرسایکلونه شامل دي.
نیول سوي توکي او تورن کسان د نورو اجراآتو له پاره اړوندو ګمرکونو ته سپارل سوي دي.
د یادوني وړ ده، چي د مالیې وزارت د ګرځنده څارني کارکوونکي په ټول هیواد کي ګرځنده څارنه کوي او هیچا ته اجازه نه ورکوي، چي ممنوعه او قاچاقي توکي ولېږدوي.
