د ملت سوداګریز مارکېټ رغنیزي چاري په چټکۍ رواني دي!

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۹ - ۱۴:۳۰
...........


د چنګاښ۹مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت اړوند د ملت په نوم سوداګریز مارکېټ، چي د کابل ښار په درېیمه ناحیه (میرویس میدان) سیمه کي موقعیت لري او تړون ئې د عامه او خصوصي مشارکت له لاري د مالیې وزارت او کمال ظفر کمپنیو ګروپ ترمنځ په (۱۴/۹/۱۴۴۵ هـ.ق) نېټه لاسلیک سوی وو، د (۳۲۳،۶۴۷،۸۲۰) افغانیو په پانګونه په (۱۳۶۷،۷) متره مربع ځمکه باندي د (۱۲) پوړونو په درلودلو سره په عصري او معیاري بڼه ودانېږي.
د یادي ودانۍ رغنیزي چاري به په درېيو کلونو کي بشپړي سي، چي د نا خالص عوایدو (۴۰) سلنه ونډه ئې د امارت او (۶۰)سلنه ئې ودانیز شرکت ته په پام کي نیول سوې ده. 
 دغه ستر سوداګریز مارکېټ د (۵۰۰) دوکانونو، د موټرونو د (۳) پوړیزه تمځای، رسټورانټ، جومات او مېلمستون درلودونکی دئ، چي له ودانولو سره به ئې ګڼو هیوادوالو ته د کار زمینه هم برابره سي. 
د یادوني وړ ده، چي د یادي پروژې رغنیزي چاري د ځینو خنډونو له امله ځنډېدلي وې، چي د امارتي املاکو لوی ریاست په هڅو ئې ټولي ستونزي حل او دم ګړۍ ئې چاري په چټکۍ سره رواني دي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۸:۵۰
Background image

د مالیې وزیر د ایران د زراعت له وزیر سره وکتل

د زمري۲۲مه۱۴۰۵هـ.ل

د افغانستان اسلامي امارت د مالیې وزیر ښاغلي حاجي ملا محمد ناصر اخند د ایران اسلامي جمهوریت د زراعت له وزیر ښاغلي غلام رضا نوري او مل پلاوي سره د کابل په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۲۱
Background image

د چنګاښ په میاشت کې د تر سره شویو ګمرکي چارو تخنیکي ارزونه وشوه

د زمري۲۱مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج ملا نعمت الله حسن په مشرۍ او د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مولوي محمد حامد احمد او اړوندو مسئولینو په ګډون د روان (۱۴۰۵) هـ.ل. . .

BACK TO NEWS