د باغ بالا په سیمه کي د تفریحي پارک جوړولو تړون لاسلیک سو!

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۱۶:۹
............


د چنګاښ ۳۱مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت او حبیب الله ځاځي شرکت ترمنخ د باغ بالا په سیمه کي د تفریحي پارک د جوړولو تړون لاسلیک سو.
په همدې تړاو جوړه سوې ناسته کي د مالیې وزارت اداري معین مولوي دوست محمد مخلص، د چارو ادارې لوی ریاست د امارت د پالیسۍ مرستیال مولوي عبدالباري عاطف او د حبیب الله ځاځي شرکت رئیس ګډون درلود.
د مالیې وزارت اړوند د کابل په ښار څلورمه ناحیه کي د باغ بالا تفریحي پارک د سیمي تړون، چي قرار داد ئې د عامه او خصوصي مشارکت له لاري د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت د (۴۰۶) ګڼي او (۲۰/۱/۱۴۴۷) نېټې حکم پر بنسټ مخکي منظور سوی وو؛ لاسلیک سو.
 دغه تفریحي پارک، چي مساحت ئې (۱۶۰) جریبه دئ، تړون ئې د (۳۶۶،۸۹۲،۸۹۰) میلیونه افغانیو په پانګوني سره د (۲۰) کلونو له پاره منظور سوی، چي (۲) کاله به ئې د ودانیزو چارو موده او (۱۸) کاله به ئې د ګټي اخیستني موده وي. د شرکت د ګټي اخیستني په موده کي ئې له ناخالصو عوایدو څخه د امارت ونډه (۳۱) سلنه او د شرکت ونډه (۶۹) سلنه ټاکل سوې ده.
د یادوني ده، چي د دغه تفریحي پارک په جوړولو سره به د کابل ښار په سمسورتیا سربېره، یو شمېر هیوادوالو ته د کار زمینه هم برابره او د ملي عوایدو په کچه کي به زیاتوالی راسي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۹:۵۰
Background image

د ګمرکونو له مسئولینو سره انلاین ناسته وشوه

د تلې لومړۍ،۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزیر حاجي ملا محمد ناصر اخوند په مشرۍ او د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج ملا نعمت الله حسن، د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مولوي محمد حامد احمد او د وزارت د یو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۳۵
Background image

د عوایدو عمومي ریاست د رهبرۍ دوولسمه ناسته وشوه

د وږې۲۹مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو عمومي رئیس الحاج مولوي سفرمحمد سحر په مشرۍ، د عوایدو عمومي ریاست د (۱۴۰۵) هـ.ل کال د رهبرۍ دوولسمه ناسته د عوایدو او ګمرکونو معینیت د غونډو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۳۰
Background image

د تخار ولایت په آی خانم ګمرک کې د لمریزې برېښنا سیسټم د نصب چارې پیل شوې

د وږې۲۹مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لوري د تخار ولایت په آی خانم ګمرک کې د شاوخوا (۴،۸) میلیونه افغانیو په ارزښت د لمریزې برېښنا سیسټم د نصب چارې پیل شوې.
تر دې. . .

BACK TO NEWS