د ریل پټلۍ له لارې د صادراتو او وارداتو د ځمکني دهلېز جوړېدو تخنیکي ناسته وشوه
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی رئیس ښاغلي احمد رشاد پوپل، په ګډون د افغانستان د رېل پټلۍ استازې او د ازبکستان، قزاقستان او چین د پلاوو په شتون نن د غبرګولې میاشتې په ۲۲ مه نېټه د ریل پټلۍ له لارې د صادراتو او وارداتو د ځمکني دهلېز جوړېدو تخنیکي ناسته وشوه.
په دې ناسته کې د بندرونو په پروسیجرونو، ګمرکي فیس، معلوماتو شریکولو، د محمولو د رسېدو په موده او یو شمېر نورو اړینو او ورته مسائلو په تړاو خبرې وشوې
