د ګمرکونو او عوایدو لویو ریاستونو ترمنځ د همغږۍ اتمه ناسته وسوه

syllab_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۵:۳۵
...........

د سلواغې ۱۳مه۱۴۰۴ هـ.ل
د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ د دغه معینیت د اړوندو ریاستونو د رئیسانو او مسئولینو په ګډون، د ګمرکونو او عوایدو لویو ریاستونو ترمنځ د کاري اړیکو پراخېدو په موخه د همغږۍ اتمه ناسته وسوه.
په پیل کي د ګمرکونو او عوایدو معین مراجعینو ته پر وخت د خدمتونو وړاندي کولو په موخه د دواړو لویو ریاستونو ترمنځ پر همږغۍ او مشورې د ټینګار ترڅنګ، د چارو د لا ښه کولو په موخه مسئولینو ته اړیني سپارښتني وکړې. 
ورپسې د همږغۍ د اوومي ناستي پر مهال مسئولینو ته د سپارل سویو مسئولیتونو د اجراآتو د راپورونو اورېدلو سربېره؛ په ګمرکونو کي د داخلي ټرانزیټ لارښود، د تولیدي شرکتونو مالیاتي مکلفیتونو، د صنعتي او تولیدي شرکتونو د خرڅلاو بیلونو او یو شمېر نورو مهمو موضوعاتو په اړه تر هر اړخیز بحث وروسته د ستونزو د حل په موخه کمېټې وټاکل سوې، چي تر لازمو څېړنو او معلوماتو راټولولو وروسته به په راتلونکې ناسته کي خپل راپورونه او لاسته راوړني شریکي کړي.
د یادولو ده، چي د ګمرکونو او عوایدو معینیت د همغږۍ ناستي هره میاشت د اړوندو ریاستونو ترمنځ د کاري اړیکو د پراخېدو او د موجوده ستونزو د حل په موخه ترسره کېږي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۵:۳۵
Background image

د ګمرکونو او عوایدو لویو ریاستونو ترمنځ د همغږۍ اتمه ناسته وسوه

د سلواغې ۱۳مه۱۴۰۴ هـ.ل
د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ د دغه معینیت د اړوندو ریاستونو د رئیسانو او مسئولینو په ګډون، د ګمرکونو او عوایدو لویو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۱۱:۳
Background image

هرات کي اصنافو او د امارتي او خصوصي پوهنتونونو استادانو ته د مالیاتي نظام په تړاو معلومات ورکړل سول

د سلواغې ۱۲مه، ۱۴۰۴هـ.ل
د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست له لوري د اصنافو او د هرات پوهنتون او خصوصي پوهنتونونو د بېلابېلو پوهنځیو استادانو ته د افغانستان د مالیاتي نظام په تړاو معلومات. . .

BACK TO NEWS