د ګمرکونو او عوایدو معینیت د همغږۍ دوهمه ناسته وشوه
د زمري ۷مه ۱۴۰۵ه.ل
د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ، د ګمرکونو او عوایدو معینیت د (۱۴۴۸هـ.ق) کال د همغږۍ دوهمه ناسته د اړوندو ریاستونو د رئیسانو او مسئولینو په ګډون جوړه شوه.
د ناستې په پیل کې د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید د تېرو پرېکړو پر اغېزمن تطبیق، د ریاستونو ترمنځ پر لا پیاوړي همغږۍ، د مراجعینو لپاره د لا زیاتو اسانتیاوو پر رامنځته کولو او د چارو پر وخت ترسره کولو ټینګار وکړ. نوموړي همدا راز مسئولینو ته لارښوونه وکړه، چې د تېرو ناستو پرېکړې په جدي ډول تعقیب او د تطبیق پایلي یې په راتلونکو ناستو کې شریکې کړي.
ورپسې د تیرې ناستې پر مهال د ټاکل شویو پلاوو له لوري د سپارل شویو دندو او اجراآتو راپورونه وړاندې شول، چې د هر راپور له ارزونې وروسته د چارو د لا ښه تنظیم، د شته ستونزو د حل او د پرېکړو د عملي کېدو په موخه لازمې لارښوونې او تصمیمونه ونیول شول.
د یادونې وړ ده، چې د ګمرکونو او عوایدو معینیت د همغږۍ ورته ناستې د تېرو پرېکړو د تطبیق د ارزونې، د ریاستونو ترمنځ د لا غوره همغږۍ او د اداري چارو د اغېزمنتیا په موخه په منظم ډول ترسره کېږي.
