عبدالولید تمیم د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو معینیت د سرپرست په توګه وټاکل شو

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۳۹۸/۵/۵ - ۱۶:۴۲
خبر

ښاغلی عبدالولید تمیم په هندوستان کې د افغانستان سفیر په توګه بهرنیو چارو وزارت ته له کوربه هیواد څخه د باور لیک تر را رسیدو پورې، د مالیې وزارت په وړاندیز او د ولسمشرۍ عالي مقام د حکم له مخې د عوایدو او ګمرکونو معینیت د سرپرست په توګه ټاکل شوی نن د زمري میاشتې په ۳مه نېټه د مالیې وزارت سرپرست او د زیربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، له لوري د یاد معینیت کارکوونکو ته ور وپیژندل شو.

د مالیې وزارت سرپرست د عوایدو او ګمرکونو معینیت د نوي سرپرست په پیژندغونډه کې وویل:" د ښاغلي عبدالله رقیبي د کړنو او فعالیتونو څخه چې په یو حساس وخت کې یې د عوایدو او ګمرکونو مسؤلیت په غاړه واخیست او د مالیې وزارت له رهبرۍ سره یې په صادقانه ډول دنده تر سره کړه مننه کوم، همدا رنګه ښاغلي عبدالولید تمیم ته د عوایدو او ګمرکونو د سرپرست په توګه مبارکي وایم او له نوموړي څخه غواړم چې د ملي عوایدو په راټولیدو کې پوره هڅه وکړي."

د مالیې وزارت سرپرست ټولو اړوندو کارکوونکو ته هدایت ورکړ چې له نوي ټاکل شوي معین سره هر اړخیزه همکاري وکړي.

خبر


د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو پخواني معین ښاغلي عبدالله رقیبي د حکومت او مالیې وزارت د رهبرۍ له باور څخه د مننې تر څنګ وویل چې د خپل ماموریت په دوره کې یې ځینې اصلاحات پلي کړي دي او اړتیا شته چې نور اصلاحات هم پلي شي.

د عوایدو او ګمرکونو معینیت نوي سرپرست د حکومت او مالیې وزارت له باور څخه مننه وکړه او په حکومت او خصوصي سکټور کې یې د خپلو تجربو څخه یادونه وکړه. ښاغلي تمیم وویل چې هڅه کوي اړوندې چارې په پوره صداقت سره تر سره کړي. نوموړي ټینګار وکړ چې له خپلو همکارانو څخه به ملاتړ کوي او له همکارانو څخه یې وغوښتل چې له ده سره په پوره صداقت او ایماندارۍ کار وکړي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۲:۳۸
Background image

د مالیې وزیر د عزیزي ګروپ له استازو سره وکتل

د کب ۲۶مه ۱۴۰۴ه۔ل

د مالیې وزیر الحاج ملا محمد ناصر اخوند د دغه وزارت په مقام کي د عزیزي ګروپ له استازو سره وليدل. 
د دې لیدني په ترڅ کي د دواړو لوریو ترمنځ د غوره همغږۍ په موخه د عزیزي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۰:۵۰
Background image

په ۱۴۰۴ کال کي د هیواد ګمرکي چارو (۱۲) سلنه پرمختګ کړی دئ

د کب۲۶مه ۱۴۰۴هـ.ل 
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مولوي محمد حامد احمد په مشرۍ د روان (۱۴۰۴) هـ.ل کال کي په ګمرکونو کي د ترسره سويو چارو د تخنیکي ارزوني ناسته پر لیکه او حضوري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۳:۹
Background image

د مالیې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له لوري د دې وزارت له کارکونکو څخه دیني او عقیدوي ازموینه ترسره سوه

د کب۲۰ مه، ۱۴۰۴ هـ.ل
د مالیې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست، د امر بالمعرف، نهی عن المنکر او د شکایتونو آوریدلو د مقام د حکم پر بنسټ، د دې وزارت له کارکونکو څخه د کارکونکو د دینی زدکړو د. . .

BACK TO NEWS