د حامد کرزي په نړیوال هوایي ډګر کې ۱۲۲۶ ګرامه نشه یي توکي ونیول شول
د هرات ولایت اوسېدونکی د صالح محمد رمضاني په نوم یو تن مسافر، چې غوښتل یې ۱۲۲۶ ګرامه نشه یي توکې (هیروئین ډول) د حامد کرزي له نړیوال هوایي ډګره هندوستان ته قاچاق کړي، د زمري میاشتې په ۱۲ مه نېټه د دې نړیوال هوایي ډګر د ګمرک د مسؤلینو له لوري ونیول شو.
دې سړي نشه یي توکې په ډېر ماهر ډول په خپل بکس کې ځای پرځای کړي وو، له ده سره وړونکې محموله له پلټنې وروسته وپېژندل شوه او نوموړی ونیول شو. د پېښې قضیه د لا زیاتې پلټنې لپاره عدلي او قضایي ارګانونو ته ور سپارل شوې ده.
یادونې وړده، چې مالیې وزارت د قاچاق او غیر قانوني توکو او سوداګریزو وسایلو د صادرولو او واردولو د مخنیوي په موخه د حامد کرزي په نړیوال هوایي ډګر او د هیواد په نورو ګمرکونو کې پرمختللي وسایل ځای پرځای کړي دي.
