د خوست ولایت د غلام خان په ګمرک کي د صادراتي توکو د وزن معلومولو په موخه یوه پایه د لوړ ټناژ تله جوړه او ګټي اخیستني ته وسپارل سوه.

د کب ٤مه ۱۴۰۳هـ.ل
د ګمرکونو لوی ریاست د (۳،۴) میلیونه افغانیو په ارزښت د خوست ولایت د غلام خان په ګمرک کي د صادراتي توکو د وزن معلومولو لپاره یوه پایه د لوړ ټناژ تله جوړه او ګټي اخیستني ته وسپارله.
یاده تله، (۲۲) متره اوږد والی او (۳) متره پلن والی لري، چي د (۱۲۰) ټنه وزن معلومولو وړتیا لري.
د یادي تلې په جوړولو سره به د ملي عوایدو له ضایع کېدو او اضافه وزن وړلو مخنیوی وسي.
د یادوني وړ ده، چي څه موده وړاندي د بلخ ولایت د نائب آباد په ګمرک کي دوه پایې، د اقینې په ګمرک کي یوه پایه او د هرات په ګمرک کي هم یوه پایه د لوړ تناژ تله ترمیم او ګټي اخیستني ته وسپارل سوه.