د مالیې وزارت سرپرست د ایرماکس معلوماتي ټکنالوژۍ شرکتونو له اجرائیوي رئیس سره وکتل

admin_mof
Tue, Sep 03 2019 3:53 PM
خبر

د مالیې وزارت سرپرست او زیربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، نن د وږې میاشتې په ۱۲ مه نېټه د ایرماکس (Ermax) معلوماتي ټکنالوژۍ شرکتونو له اجرائیوي رئیس ښاغلي صمد بولات بیکوف سره وکتل.

په دې لیدنه کې د یاد شرکت اجرائیوي رئیس افغانستان د انټرنټ لیږدولو په اړه خپل پروپوزل وړاندې کړ او ویې ویل چې دا پروپوزل د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ له وزارت سره هم شریک شوی او موږ غواړو چې د لنډې مودې لپاره په وړیا ډول انټرنټ د افغانستان په واک کې ورکړو تر څو د افغانستان اړخ د انټرنټ چټکوالی او کیفیت بررسي کړي او خپل نظرونه او وړاندیزونه په دې اړه له موږ سره شریک کړي.

د مالیې وزارت سرپرست د یاد شرکت له رئیس څخه د مننې تر څنګ وویل چې موږ غواړو د ایرماکس د معلوماتي ټکنالوژۍ شرکتونو پروپوزل د معلوماتي ټکنالوژۍ په کمېټه کې چې د مالیې، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارتونه همداشان د ملي تدارکاتو او مرکزي احصائیې ادارې یې غړیتوب لري له نخنیکي اړخه وڅیړو او خپل نظرونه او وړاندیزونه به له تاسو سره شریک کړو.

خبر

د یادونې وړ ده چې د ایرماکس د معلوماتي ټکنالوژۍ د شرکتونو ګروپ د قرغیزستان د اعتبار وړ شرکت دی چې غواړي د روسیې انټرنټ افغانستان ته ولیږدوي. یاد شرکت د معلوماتي ټکنالوژۍ او انټرنټ په برخو کې خدمتونه وړاندې کوي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS