د مالیې وزارت سرپرست د ایرماکس معلوماتي ټکنالوژۍ شرکتونو له اجرائیوي رئیس سره وکتل

admin_mof
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۶/۱۲ - ۱۵:۵۳
خبر

د مالیې وزارت سرپرست او زیربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، نن د وږې میاشتې په ۱۲ مه نېټه د ایرماکس (Ermax) معلوماتي ټکنالوژۍ شرکتونو له اجرائیوي رئیس ښاغلي صمد بولات بیکوف سره وکتل.

په دې لیدنه کې د یاد شرکت اجرائیوي رئیس افغانستان د انټرنټ لیږدولو په اړه خپل پروپوزل وړاندې کړ او ویې ویل چې دا پروپوزل د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ له وزارت سره هم شریک شوی او موږ غواړو چې د لنډې مودې لپاره په وړیا ډول انټرنټ د افغانستان په واک کې ورکړو تر څو د افغانستان اړخ د انټرنټ چټکوالی او کیفیت بررسي کړي او خپل نظرونه او وړاندیزونه په دې اړه له موږ سره شریک کړي.

د مالیې وزارت سرپرست د یاد شرکت له رئیس څخه د مننې تر څنګ وویل چې موږ غواړو د ایرماکس د معلوماتي ټکنالوژۍ شرکتونو پروپوزل د معلوماتي ټکنالوژۍ په کمېټه کې چې د مالیې، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارتونه همداشان د ملي تدارکاتو او مرکزي احصائیې ادارې یې غړیتوب لري له نخنیکي اړخه وڅیړو او خپل نظرونه او وړاندیزونه به له تاسو سره شریک کړو.

خبر

د یادونې وړ ده چې د ایرماکس د معلوماتي ټکنالوژۍ د شرکتونو ګروپ د قرغیزستان د اعتبار وړ شرکت دی چې غواړي د روسیې انټرنټ افغانستان ته ولیږدوي. یاد شرکت د معلوماتي ټکنالوژۍ او انټرنټ په برخو کې خدمتونه وړاندې کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۳۹۸/۸/۲۹ - ۱۶:۰
Background image

د افغانستان حکومت او اروپایي ټولنې ترمنځ د دولت جوړونې قرارداد مشرتابه کمېټې اوومه ناسته وشوه

د مالیې وزارت سرپرست او د زېربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي؛ او د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې سفیر ښاغلي پییر مایډون، په ګډه مشرۍ د. . .

چهارشنبه ۱۳۹۸/۸/۲۹ - ۱۱:۱۳
Background image

د څلور میلیونه یورو په ارزښت د خوندي سندونو چاپولو ماشینونه وپېرل شول

د مالیي وزارت اداری مرستیال ښاغلی عبدالحبیب ځدراڼ، د لړم میاشتې په ۲۸ مه نېټه د جنګلک په سیمه کې د افغانستان د خوندي سندونو چاپولو د ماشینونو له را رسېدو چې له جرمنې هیواده د څلور. . .

چهارشنبه ۱۳۹۸/۸/۲۹ - ۱۱:۲
Background image

د ملي یووالي حکومت له پیله د افغانستان اقتصادي وده لوړې کچې ته رسېدلې

زموږ راپورونه ښیي، چې د افغانستان اقتصادي وده په روان مالي کال کې زیاته شوې ده. په ۱۳۹۷ کال کې د هیواد اقتصادي وده له ۲.۷ سلنې په ۱۳۹۸ کې ۳ سلنې ته لوړه شوې ده، د افغانستان د اقتصادي. . .

BACK TO NEWS