د لوړ پوړي پلاوي څلورمې ناستې لومړنۍ حاشیوي غونډه د کرونا ویروس خپریدو د اقتصادي او ټولینزو اغیزو په اړه جوړه شوه

admin_mof
Tue, Jul 28 2020 11:05 PM
خبر

د لوړ پوړي پلاوي څلورمې ناستې لومړنۍ حاشیوي غونډه نن د زمري میاشتې په ۶ مه نېټه د مالیې وزارت مالي مرستیال ښاغلي عبدالحبیب ځدراڼ، د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال ښاغلي نبي سروش، د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنایع خونې رئیسې اغلی منیژه وافق او د اسیایې هیوادونو لپاره د اروپایې ټولنې مسئولې اغلی رافائیل په ګډه مشرۍ په ولسمشرۍ مانۍ کې جوړه شوه.

په پیل کې د مالیې وزارت مالي مرستیال د افغانستان مالي او اقتصادي وضعیت په اړه ګډونوالو ته هر اړخیز معلومات ورکړل او ویې ویل چې د کرونا ویروس خپریدل په هیواد کې د ملي عوایدو په راټولیدو منفي اغیزه کړې او وړاندوینه کیږي چې د تېر مالي کال پر پرتله د روان مالي کال تر پایه د ملي عوایدو په راټولیدو کې ۲۵ -۳۰ سلنې پورې کموالی راشي. نوموړي زیاته کړه چې اوس مهال د حکومت پاملرنه دې ته ده چې د کرونا ویروس سره د مبارزې په حال کې څنګه کولی شي لومړیتوب لرونکي پروګرامونه د ملي بودیجې له لارې تمویل کړي.

د اسیایې هیوادونو لپاره د اروپایې ټولنې مسئولې وویل چې له بده مرغه د کرونا ویروس خپریدل په ټولې نړۍ په ځانګړې توګه هغه هیوادونه چې ضعیف اقتصاد لري منفي اغیزه کړې. نوموړې زیاته کړه چې نړیواله ټولنه باید له دغو هیوادونو سره د کرونا ویروس د اقتصادي او ټولنیزو اغیزو سره د مبارزې لپاره مرسته وکړي. نوموړې وویل چې د افغانستان حکومت هم باید د مرستو په روڼتیا او اغیزمنتوب باندې تمرکز وکړي.

خبر

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال وویل چې په افغانستان کې د کرونا ویروس خپریدل به له بده مرغه په روان او راتلوونکې کال کې اقتصادي وده کمه کړي. نوموړي زیاته کړه چې د کرونا ویروس خپریدل به د بیکارۍ او بیوزلۍ د زیاتوالي سبب شي.

د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنایع خونې رئیسې وویل چې د کرونا ویروس خپریدل په خصوصي سکټور هم منفي اغیزه کړی او زموږ سوداګرۍ یې له رکود سره مخ کړې ده، په اوسنیو شرایطو کې حکومت او خصوصي سکټور کولی شي دوه اړخیزه همکاري ولري.

د دې غونډې نور ویناوال د افغانستان لپاره د نړیوال بانک رئیس او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د پراختیایې ادارې رئیس و چې د کرونا ویروس منفي اغیزو سره په مبارزې، د دې ویروس په اغیزو، د مرستو جلبو په څرنګوالي او اسانه پورونو په اخیستلو یې خبرې وکړې.

د دې غونډې ټول ګډنوال په دې نظر و چې د افغانستان لپاره د ۲۰۲۰ کال پراختیایې کنفرانس کې چې ټاکل شوې ده د وران میلادي کال په پای کې په جینوا کې جوړ شي تمویلونکي هیوادونه او بنسټونه له افغانستان سره په خپلو مرستو کې زیاتوالی راولي. همداشان په اوسنیو شرایطو کې د اسانه او غیر تجارتي پورو څخه ګټه واخیستل شي او د ملي بودیجې، د ملي عوایدو راټولیدو او د فساد سره د مبارزې په برخو کې جدي اقدامات عملي شي څو د هیواد اقتصاد بیا په څرخیدو راشي.

خبر

د دې غونډې په پای کې ګډونوالو د فساد، اطلاعاتو د لاسرسي او د پروګرامونو د اغیزمنتوب په برخه کې پوښتنې وکړې چې د اړوندو مسئولینو له لوري یې ځوابونه ورکړل شول

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS