د لوړ پوړي پلاوي څلورمې ناستې لومړنۍ حاشیوي غونډه د کرونا ویروس خپریدو د اقتصادي او ټولینزو اغیزو په اړه جوړه شوه

admin_mof
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۵/۷ - ۲۳:۵
خبر

د لوړ پوړي پلاوي څلورمې ناستې لومړنۍ حاشیوي غونډه نن د زمري میاشتې په ۶ مه نېټه د مالیې وزارت مالي مرستیال ښاغلي عبدالحبیب ځدراڼ، د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال ښاغلي نبي سروش، د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنایع خونې رئیسې اغلی منیژه وافق او د اسیایې هیوادونو لپاره د اروپایې ټولنې مسئولې اغلی رافائیل په ګډه مشرۍ په ولسمشرۍ مانۍ کې جوړه شوه.

په پیل کې د مالیې وزارت مالي مرستیال د افغانستان مالي او اقتصادي وضعیت په اړه ګډونوالو ته هر اړخیز معلومات ورکړل او ویې ویل چې د کرونا ویروس خپریدل په هیواد کې د ملي عوایدو په راټولیدو منفي اغیزه کړې او وړاندوینه کیږي چې د تېر مالي کال پر پرتله د روان مالي کال تر پایه د ملي عوایدو په راټولیدو کې ۲۵ -۳۰ سلنې پورې کموالی راشي. نوموړي زیاته کړه چې اوس مهال د حکومت پاملرنه دې ته ده چې د کرونا ویروس سره د مبارزې په حال کې څنګه کولی شي لومړیتوب لرونکي پروګرامونه د ملي بودیجې له لارې تمویل کړي.

د اسیایې هیوادونو لپاره د اروپایې ټولنې مسئولې وویل چې له بده مرغه د کرونا ویروس خپریدل په ټولې نړۍ په ځانګړې توګه هغه هیوادونه چې ضعیف اقتصاد لري منفي اغیزه کړې. نوموړې زیاته کړه چې نړیواله ټولنه باید له دغو هیوادونو سره د کرونا ویروس د اقتصادي او ټولنیزو اغیزو سره د مبارزې لپاره مرسته وکړي. نوموړې وویل چې د افغانستان حکومت هم باید د مرستو په روڼتیا او اغیزمنتوب باندې تمرکز وکړي.

خبر

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال وویل چې په افغانستان کې د کرونا ویروس خپریدل به له بده مرغه په روان او راتلوونکې کال کې اقتصادي وده کمه کړي. نوموړي زیاته کړه چې د کرونا ویروس خپریدل به د بیکارۍ او بیوزلۍ د زیاتوالي سبب شي.

د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنایع خونې رئیسې وویل چې د کرونا ویروس خپریدل په خصوصي سکټور هم منفي اغیزه کړی او زموږ سوداګرۍ یې له رکود سره مخ کړې ده، په اوسنیو شرایطو کې حکومت او خصوصي سکټور کولی شي دوه اړخیزه همکاري ولري.

د دې غونډې نور ویناوال د افغانستان لپاره د نړیوال بانک رئیس او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د پراختیایې ادارې رئیس و چې د کرونا ویروس منفي اغیزو سره په مبارزې، د دې ویروس په اغیزو، د مرستو جلبو په څرنګوالي او اسانه پورونو په اخیستلو یې خبرې وکړې.

د دې غونډې ټول ګډنوال په دې نظر و چې د افغانستان لپاره د ۲۰۲۰ کال پراختیایې کنفرانس کې چې ټاکل شوې ده د وران میلادي کال په پای کې په جینوا کې جوړ شي تمویلونکي هیوادونه او بنسټونه له افغانستان سره په خپلو مرستو کې زیاتوالی راولي. همداشان په اوسنیو شرایطو کې د اسانه او غیر تجارتي پورو څخه ګټه واخیستل شي او د ملي بودیجې، د ملي عوایدو راټولیدو او د فساد سره د مبارزې په برخو کې جدي اقدامات عملي شي څو د هیواد اقتصاد بیا په څرخیدو راشي.

خبر

د دې غونډې په پای کې ګډونوالو د فساد، اطلاعاتو د لاسرسي او د پروګرامونو د اغیزمنتوب په برخه کې پوښتنې وکړې چې د اړوندو مسئولینو له لوري یې ځوابونه ورکړل شول

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۳۹۹/۶/۲۷ - ۹:۱۷
Background image

د مالیې وزارت سرپرست له افغانستان سره د اسیا پراختیایي بانک (ADF) د اوږدمهاله ملاتړ غوښتونکی شو

د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال، د وږې میاشتې په ۲۶ مه نېټه د اسیا پراختیایي صندوق لپاره د مالي ژمنو په دیارلسمه ناسته کې

چهارشنبه ۱۳۹۹/۶/۲۶ - ۱۵:۱۳
Background image

د سویلي اسیا د سیمه ایزو همکاریو سازمان یا سارک غړو هیوادونو د مالیې وزیرانو ۱۵مه ناسته وشوه

د مالیې وزارت مالي مرستیال ښاغلي عبدالحبیب ځدراڼ، د وږې میاشتې ۲۶ مه نېټه د سویلي اسیا د سیمه ایزو همکاریو سازمان یا سارک غړو هیوادونو د مالیې وزیرانو ۱۵مه ناسته کې د ویډیو کنفرانس له. . .

چهارشنبه ۱۳۹۹/۶/۲۶ - ۱۱:۰
Background image

مطبوعاتي اعلامیه: د سولې، سوکالۍ او ځان بسیاینې پرلور د افغانستان لپاره د ۲۰۲۰ کال کنفرانس

کابل، د ۲۰۲۰ کال د سپتمبر ۱۵مه - د افغانستان په اړه د ۲۰۲۰ کال کنفرانس چې ټاکل شوې د نوامبر د میاشتې په ۲۳ مه او ۲۴ مه په جینیوا کې

BACK TO NEWS