د برېښنايي مالياتي اظهارليکونو د وړاندي کوونکي سيسټم يا (e-Filing) د روزني خبرتيا!
ټولو سوداگريزو شرکتونو ته خبر ورکول کېږي، چي د ماليې وزارت د عوايدو لوی رياست اړوند درې گوني (د لويو، منځنيو او کوچنيو ماليه ورکوونکو) رياستونه د ماليه ورکوونکيو د خدمتونو رياست تر يوه نامه لاندي سره مدغم سوي او د منځنيو ماليه ورکوونکيو رياست پخوانۍ ودانۍ ته انتقال سوي دي.
همدا راز د فزيکي مالياتي فورمو د وېش بهير په ټپه درول سوی دئ او په بدل کي يې ماليه ورکوونکي د برېښنايي مالياتي اظهارليکونو وړاندي کوونکي سيسټم يا (e-Filing) له لاري خپل مالياتي راپورونه وړاندي کولای سي.
په همدې ډول ټولو سوداگريزو شرکتونو ته خبر ورکول کېږي، چي د دوشنبې او چهارشنبې ورځو پر لسو (۱۰) بجو د (e-Filing) خدمتونو په روزني کي د گډون لپاره برخه واخلي.
پته: د ماليه ورکوونکيو د خدمتونو رياست د غونډو تالار، د ملي بس تصدۍ د ریاست ودانۍ، کابل - افغانستان
وخت: هره دوشنبه او چهارشنبه – د ورځي (۱۰) بجې.
زموږ ماليه - زموږ هېواد - زموږ راتلونکی