ښاغلی حبیب ځدران د مالیې وزارت د اداري معینیت د سرپرست په توګه معرفي شو

Anonymous (not verified)
Tue, Apr 09 2019 4:33 PM
د اداري معین پیژنده

ښاغلی حبیب ځدران د ولسمشرۍ عالي مقام د حکم له مخې نن د وري میاشتې په ۲۰ مه نېټه د مالیې وزارت سرپرست او د زیربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، له لوري د مالیې وزارت د اداري معینیت د سرپرست په توګه معرفي شو.

په دې پیژندغونډه کې چې د مالیې وزارت یو شمېر رئیسانو او کارکوونکو ګډون کړې وو، د مالیې وزارت سرپرست د پخواني اداري معین ښاغلي فرید حکمت چې د شخصي معاذیرو له امله یې استعفاء وکړه له کړنو او فعالیتونو څخه مننه وکړه او د مالیې وزارت د نوي ټاکل شوي اداري معین ښاغلي حبیب ځدران ته یې په اړوندو چارو کې د بریالیتوب غوښتنه وکړه.

ښاغلي حبیب ځدران د جلالتماب ولسمشر او د مالیې وزارت سرپرست د باور څخه مننه وکړه او وویل چې د نورو ادارو په مرسته هڅه کوم چې د مالیې وزارت پلانونه او اهداف عملي کړم. نوموړي له ټولو کارکوونکو څخه غوښتنه وکړه چې د چارو د لا ښه تر سره کیدو په موخه له ده سره هر اړخیزه همکاري وکړي.

د یادونې وړ ده چې ښاغلی حبیب ځدران په مالي او سوداګرۍ برخه کې د ماستړۍ تر کچې لوړې زده کړې کړي او له دې وړاندې د عوایدو لوی رئیس، د لویو مالیه ورکوونکو د رئیس او په دې وروستیو کې د مالیې وزارت د ستر سلاکار په توګه دندې تر سره کړي دي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS