په افغانستان کي د پانګوني لپاره موجوده فرصتونه

 

محمد ضمیر ستانکزی

افغانستان چي د اسیا په زړه کي پروت او په بشپړه وچه کي را ګیر هیواد دی، ولي بیا هم د خپل موقعیت او همدارنګه د خپلو بې شمېره طبیعي سر چینو له کبله د ټولي نړۍ پام ورته را اوښتی دی. کورني او بهرني پانګوال هڅه کوي چي په افغانستان کي پانګونه  وکړي، خو له بده مرغه په تېرو څلورو لسیزو کي افغانستان په بحراني او جګړه ییز حالت کي وو او د نا امنۍ له کبله هیڅ پانګوال د پانګوني لپاره زړه نه ښه کاوه. که ټولي نا خوالي شا ته پرېږدو ګورو، چي په تېرو دوو کلونو کي د افغانستان د امنیتي وضعیت په ښه والي کي د پام وړ پرمختګ راغلی او په دې هیواد کي پانګي اچوني ته تر هر وخت زیات ضرورت لیدل کيږي او په مخ کي پراته خنډونه هم تر ډېره بریده له منځه تللي دي. خو له دې ټولو لاسته راوړنو او بایللو فرصتونو سره – سره بیا هم ستري ننګوني شتون لري، چي د پانګوني په برخه کي خنډ رامنځته کوي، لکه د اقتصادي ثبات نشتوالی، پر افغانستان باندي نړیوال بندیزونه او د افغانستان د پانګي کنګل کېدل، پر بانکي سيسټمونو باندي بندیزونه، په افغانستان کي په اقتصادي سیاستونو کي د پانګي اچوني لپاره د یوې منظمي تګلاري نشتون او ځیني نور عوامل هم تر سترګو کيږي لکه، سیاسي وضعیت، د دولت اقتصادي پالیسي او د هېواد د و ګړو د پېر او پلور کمزوري وړتیا هغه مهم عوامل دي، چي پانګوالو ئې په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د دغو ټولو جوانبو، کمبودونو او فرصتونو په پام کي نیولو سره دولت ته اړینه ده، چي داسي تګلاري غوره کړي ترڅو ئې په بدل کي د کورنیو او بهرنيو پانګوالو پاملرنه را جذب کړي او  هڅه وکړي چي دغي طبقې ته پوره  اسانتیاوي رامنځته کړي. څرنګه چي مو مخکي یادونه وکړه، افغانستان له زېربنایي پلوه یو غني او پر ځان بسیا هیواد دی، خو له بده مرغه کمزوري اقتصادي وضعیت، پردیو لاس وهنو، د ټکنالوژۍ او کاري وړتیا نه شتون، د متخصصو کادرونو تېښته او د کافي مالي امکاناتو نه لرلو، دغه هیواد د درېیمې نړۍ او بېوزله هیوادونو په ډله کي راوستی دی. اوس اړینه دا ده، چي د یادو منابعو په سمه توګه مدیریت وسي د پانګوني فرصتونه رامنځته سي او اوسنی نظام په ځانګړې توګه د پانګوني برخي ته بشپړه او جدي پاملرنه وکړي او همدا راز په سوداګریزه برخه کي له یوه وارداتي هیواد څخه په صادراتي هیواد بدل سي، د ټرانزیټ په برخه کي د نړۍ او د سیمي د هیوادونو په څلور لاري بدل سي.

یوه یادونه باید وکړو، تر ټولو مهمه دا ده، چي په افغانستان کي د پانګوني لپاره کومي برخي اړیني دي؟ ترڅو نړیوال او کورني ستر او کوچني پانګوال په دې هیواد کي پانګونه وکړي او دا هیواد کم تر کمه د اقتصادي ځان بسیاینې لپاره حرکت ته چمتو کړي.

کانونه:

 افغانستان تر ځمکي لاندي د کانونو او زېرمو له نظره ډېر غني هیواد دی، خو له بده مرغه تر دې دمه لکه څنګه چي اړینه ده ګټه نه ده ترې اخیستل سوې او مخکنی هر راغلی نظام د کانونو د استخراج په برخه کي پاتي راغلی. د اسلامي امارت له بیا راتګ سره د کانونو استخراج ته پاملرنه زیاته سوې ده او یو شمېر کانونه د استخراج لپاره خصوصي شرکتونو ته سپارل سوي دي، ولي بیا هم د افغانستان اوسني نظام ته اړینه ده، چي یادي برخي ته په جدي توګه پاملرنه وکړي او په یاده برخه کي بهرنيو او کورنيو پانګوالو ته د پانګوني فرصتونه نور هم برابر کړي، چي په پایله کي کانونه استخراج او هېوادوالو ته کاري فرصتونه رامنځته سي او همدارنګه به د افغانستان په اقتصاد کي مثبت بدلونونه را منځ ته سي.

زراعت:

زراعت په افغانستان کي یو له مهمي اقتصادي قوې څخه ګڼل کيږي، چي د هیواد ۷۰٪ خلک ورباندي  بوخت دي او له یادي لاري خپلو کورنیو ته روزي پیدا کوي، همدارنګه کرکېله ده چي د افغانستان په اقتصادي وضعیت کي هم مثبت رول لوبوي. نو مهمه ده چي یاده برخه کي د پانګوني فرصتونه زیات سي، له بزګرانو سره مالي او تخنیکي مرستي وسي، د اصلاح سویو تخمونو لړۍ اوږده سي او تر ټولو مهمه دا ده، چي د اوبو لګولو لپاره ئې یو منظم سیسټم او میکانیزم جوړ سي. په دې ټولو کي یوه غوره لاره ئې د بندونو او بندچکونو جوړول دي. د دې ترڅنګ که د افغانستان اوبه مدیریت کړل سي افغانستان به د زراعت په برخه کي ستر انقلاب را منځته کړي او د پردیو له خوسا غنمو او نا کاره توکو به د تل لپاره خلاص سو، حتا تر څنګ به ئې نوري نړۍ ته هم د غنمو او نورو توکو صادرات ولرو.

لاسي صنایع:

افغانستان د نړۍ په کچه له هغو هیوادنو څخه شمېرل کيږي، چي د لاسي صنایعو په برخه کي ډېره مخینه او لرغونی تاریخ لري. په تېرو څو لسیزو جګړو او نا خوالو کي لکه څنګه چي نوري برخي زیانمني سوي، لاسي صنایعو ته هم پوره زیان رسېدلی. د افغانستان داسي ډېر ډولونه لاسي صنایع دي چي نړیوال شهرت لري، لکه غالۍ اوبدل، نقاشي، حجاري، نجاري او معماري. که چيري حکومت یادي برخي ته پوره توجه وکړي او د پانګوني فرصتونه ورته برابر کړي، د افغانستان د لاسي صنایعو د فرهنګ د را ژوندي کېدو تر څنګ به کاري فرصتونه هم رامنځته سي، له دې سره به هيواد د پانګوني او اقتصادي وضعیت په برخه کي مهمي لاسته راوړني ولري.

برېښنا:

افغانستان که څه هم په وچه کي پروت هېواد دی خو بیا هم داسي د اوبو سرچینې لري، چي کولای سي خپلي اړتیاوي ورباندي پوره کړي. مونږ داسي سیندونه لرو، چي هر یو ئې کولای سي  په لسګونو زره کیلو واټه برېښنا تولید کړي. دا چي افغانستان یو ځل بیا هم د دې سرچینو په مدیریت کي پاته راغلی دی او هر کال په میلیونونه افغانیو دولت ته زیان رسيږي، ځکه مونږ برېښنا نلرو نو مجبوره یو چي د خپلو اړتیاوو د پوره کولو لپاره له ګاونډیو هیوادونو برېښنا را وارد کړو  او خپله اړتیا ورباندي پوره کړو.

او داسي ځیني نوري منابع هم سته چي د هغه په پیدا کولو سره به افغانستان د خود کفایي لوري ته ولاړ سي او د کار فرصتونه به لاهم زیات سي.