د بغلان ولایت لپاره نوی مستوفي معرفي شو
د چنګاښ ۱۴مه۱۴۰۵ هـ.ل
د عاليقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د حکم پر اساس مفتي کفایت الله حقاني د بغلان مستوفیت لپاره د نوي مستوفي په توګه ټاکل شوی، چې د عوایدو عمومي ریاست د عملیاتي مرستیال له لوري لومړی د بغلان ولایت په مقام کې د یاد ولایت والي او وروسته د بغلان د مستوفیت په مقام کې اداري کارکوونکو ته ور معرفي شو.
د عوایدو عمومي ریاست عملیاتي مرستیال اسد الله ساجد خبیب، د بغلان مستوفيت کارکوونکو ته د نوي مستوفي د معرفت پر مهال د چارو د پراختیا او مراجعینو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو په موخه لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې. نوموړي له مخکیني مستوفي سره د مستوفیت د کارکوونکو د همکاریو ستاینه وکړه او له نوي مستوفي سره یې د همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.
په معرفت غونډه کې د بغلان والي مولوي عبدالله مختار، له مستوفیت سره د هر اړخیزې همکارۍ او همغږۍ د ډاډ ترڅنګ نوي مستوفي ته په چارو کې د بریا دعا وکړه.
د یادونې وړ ده، چې مفتي کفایت الله حقاني تر دې وړاندې د هرات ولایت د مستوفي په توګه دنده ترسره کړې ده.
