د مستوفیتونو له مسئولینو سره آنلاین ناسته وشوه
د چنګاښ۱۴مه۱۴۰۵ هـ.ل
د مالیې وزارت د عوایدو عمومي ریاست د عملیاتي مرستیال په مشرۍ او د دې ریاست د مستوفیتونو مرستیال او نورو مسئولینو په ګډون، د مستوفیتونو له مسئولینو سره د عوایدي وضعیت د ارزونې په موخه پر لیکه/ انلاین بڼه ناسته وشوه.
د ناستې په پیل کې د عوایدو عملیاتي مرستیال اسدالله ساجد خبیب د چارو د لا ښه کېدو او پر ټاکلي وخت د عوایدي موخې ترلاسه کولو په موخه له ولایتي ادارو سره پر لا ښې همغږۍ رامنځته کولو ټینګار وکړ.
ورپسې د کب میاشتې له پیله د غبرګولي میاشتې تر پایه د زیاتو عوایدو لرونکو مستوفیتونو د عوایدو ارزونه وشوه او د سکټوري ریاستونو او آمریتونو اړوند د غیر مالیاتي عوایدو د ستونزو د حل په موخه تر بحث وروسته، د تنفیذ او مالیاتي اطاعت پذیرۍ ریاست له لوري د مهمو کړنو د ارزونې راپور (KPI) د ارزښت او کارونې په اړه معلومات له ګډونوالو سره شریک شول.
د ناستې په جریان کې مستوفیانو او د عوایدو آمرینو د کارونو د پراختیا په موخه خپل نظریات، ستونزې او غوښتنې شریکې کړې، چې د اصولي رسېدنې ډاډ ورکول شو.
د یادونې وړ ده، چې د عوایدو عمومي ریاست د مستوفیتونو د کاري ستونزو او پرمختګونو د ارزونې په موخه په هرو (۱۵) ورځو کې یو ځل پر لیکه/ انلاین ناسته کوي.
