د سارک د پراختیایي صندوق د بورد ۳۴مه غونډه په آنلاین ډول جوړه شوه
د سارک د پراختیایي صندوق د بورد او اړونده فرعي کمیټو غونډې د ۲۰۲۱ کال د جون میاشتې د ۷مې څخه تر ۱۰مې نیټې پورې په آنلاین توګه جوړې شوې چې په کې د افغانستان، بوتان، بنګله دیش، هندوستان، مالدیو، نیپال، پاکستان او سریلانکا لپاره د بورد رییسانو ګډون کړی وو. د صندوق د بشري سرچینو د کمیټې په غونډه کې د آزاد رقابتي بهیر له لارې د تشو بستونو لپاره د مسلکي کارکوونکو د استخدام په اړه اړینې پریکړې وشوې. د صندوق د مالي او پلټنې کمیټې په غونډه کې د صندوق د ۲۰۲۱ کال بودجه تصویب شوه او همدارنګه د صندوق په سکرتریت کې د چارو د ښه سمون لپاره د داخلي پلټنې د پلټوونکې راپور په غور سره واوریدل شو او اړینې پریکړې وشوې.
د صندوق د بورد په غونډه کې چې دوه ورځې په آنلاین ډول روانه وه د اجنډا په ټولو مواردو باندې بحث او پریکړې وشوې. په دې غونډه کې د ښځو او ماشومانو لپاره د وړیا تیلیفون پروژه چې د ښځو چارو وزارت یې په افغانستان کې پلې کوي او موده یې د جون میاشتې تر پایه ختمیږي د یوه بل کال لپاره وغځول شوه ترڅو پاتې کارونه ترسره او د پروژې لپاره بیله شوې بودجه په بشپړه توګه مصرف شي. همدارنګه د بانس د پراختیا او ترویج پروژه چې موده یې د ۲۰۲۱ کال د مارچ میاشتې په پای کې تکمیل شوې وه د یوه بل کال لپاره وغځول شوه ترڅو د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت وکړای شي په دې موده کې د پروژې پاتې کارونه بشپړ کړي.
همدارنګه د یادونې وړ ده چې د بورد غونډې په تعقیب ( د کووید۱۹) په وړاندې د بیړني ځواب تر نامه د ۷ ملکونو د ګډې پروژې مالي تړون چې د افغانستان ونډه په کې ۱.۵ میلیونه امریکایي ډالره ده او د بورد په ۳۳مه غونډه کې تصویب شوې وه د ۲۰۲۱ کال د جون میاشتې په ۱۵مه نیټه د افغانستان د عامې روغتیا وزارت او سارک پراختیایي صندوق تر مینځ لاسلیک شوه چې عملي چارې به یې ډیر ژر د عامې روغتیا وزارت له خوا پیل شي.