د مالیې وزارت سرپرست د ترکیې د کورنیو چارو له وزیر سره وکتل
د مالیې وزارت سرپرست او د زیربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، د لیندۍ میاشتې په ۱۵ مه نېټه یې د ترکیې هیواد د کورنیو چارو له وزیر ښاغلي سلیمان سویلو، سره وکتل.
په دې کتنه کې دواړو لوریو په ترکیې د افغان مهاجرینو د ستونزو په حل لارو، په مالي او اقتصادي مسائلو په ځانګړی ډول د برښنا اوبو او کانونو په برخه کې په دوه اړخیزو همکاریو، په ترکیې کې د میشتو افغان سوداګرو لپاره د اسانتیاو په رامنځته کولو او یو شمېر نورو مسایلو په تړاؤ بحث او د نظرونو تبادله وکړه.
په پای کې پریکړه وشوه چې د افغانستان له لوري دې یوه تخنیکي کمېټه معرفي شي ترڅو یاد مسائل د ترکیې لوري سره تر غور او بررسۍ لاندې ونیسي.
د یادونې وړ ده چې د مالیې وزارت سرپرست د یو لوړ پوري دولتي پلاوي په مشرۍ د ترکي سوداګرو او پانګه والو د هڅونې په موخه ترکیې هیواد ته سفر کړې.