د مالیې وزارت سرپرست د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت له وزیر سره د دې ادارې د سیستمي او اداري اصلاحاتو په اړه خبرې وکړې

admin_mof
دوشنبه ۱۳۹۸/۶/۱۱ - ۹:۲۶
خبر

د مالیې وزارت سرپرست او د زېربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، د وږې میاشتې په ۱۰ مه نېټه د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت له وزیر ښاغلي لعل الدین اریوبي، سره په مالیې وزارت کې وکتل.

په دې لیدنه کې د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر، د کارکړنو، د دې ادارې د کړنو په ډولونو، د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د اداري او سیستمي اصلاحاتو په پلي کولو، بودیجوي مسایلو او د نوموړې ادارې د سرچینو د کمښت په تړاو د مالیې وزارت سرپرست ته لنډ معلومات وړاندې کړل او له هغه یې وغوښتل، چې د دې ادارې د کاري ارزښت په پام کې نیولو سره یې د بودیجې په برخه کې بیا کتنه وکړي.

د مالیې وزارت سرپرست وویل، چې ډېر ژر به د ۱۳۹۹ مالي کال بودیجې استماعیه ناستې ترسره شي، د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت دي د نورو بودیجوي واحدونو په څېر د سرچینو ستونزې او بودیجوي مسایل د بودیجې په استماعیه ناسته کې وړاندې کړي. مالیې وزارت به د هیواد نافذه قوانینو په رڼا او امکاناتو ته په کتو د بودیجې په تخصیص کې اړینه همکاري ورسره وکړي.

ښاغلي قیومي، د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر ته د سیستمي اصلاحاتو پلي کولو په هکله یادونه وکړه، چې د مالیې وزارت تقاعد خزانې لوی ریاست، د نفوسو د احوالو ثتبولو ادارې او اداري اصلاحاتو څخه ګډه کمېټه جوړه شي، څو په دې اداره کې د اصلاحاتو پلي کولو څرنګوالی وڅېړي.

همدا راز د مالیې وزارت سرپرست وویل، چې د شهیدانو او معلولینو د مستحقو وارثېنو د دقیقو ارقامو او احصائیې ثبتولو او هغوی ته د اړینو خدمتونو وړاندې کولو لپاره باید د تقاعد د خزانې لوی ریاست او د نفوسو د احوال ثبتولو له ادارې مرسته وغوښتل شي.  نوموړي زیاته کړه، چې موږ شهیدانو او معلولینو ته د مرستې رسونه خپله وجیبه ګڼو او د مالیې وزارت به په دې برخه کې اړینه همکاري وکړي.  

خبر

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر، د مالیې وزارت له سرپرسته د مننې ترڅنګ وویل، چې موږ په ګډه کمېټه کار کوو، څو د تقاعد خزانې لوی ریاست او د نفوسو د احوال ثبتولو ادارې تجربې له نږدې وګورو او د شهیدانو او معلولینو د مستحقیو وارثینو په پېژندنه کې ترې ګټه واخلو.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۱۷ - ۱۲:۱۰
Background image

د ګمرکونو او عوایدو معین د یو شمېر ولایتونو له ګمرکونو او مستوفیتونو څخه لیدنه وکړه!

 

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید د خپلو ولایتي سفرونو په ترڅ کي دا ځل کندهار او هلمند ولایتونو ته سفر وکړ او هلته ئې د  یادو ولایتونو له مستوفیتونو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۷ - ۱۲:۴۸
Background image

د مالیې وزارت مقام د شکایتونو اورېدو خپلواک آمریت د حوت په میاشت کي (۱۵) شکایتونو ته رسېدنه کړې!

د مالیې وزارت د شکایتونو د اورېدو خپلواک آمریت د دغه وزارت اړوند ټولو شکایتونو؛ لکه: فساد، کم کاري، کار ځنډوني او د یو شمېر مسئولینو ناسم چلند ته د رسېدني مسئولیت په غاړه لري او ترلاسه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۵ - ۱۵:۱۷
Background image

پروسږ کال د څه باندي (۵۲) زره ټنه قاچاقي توکو د لېږد رالېږد مخه نیول سوې ده!


د وري ۵مه ۱۴۰۴ هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لوري د هیواد په ګمرکونو کي د اسانتیاوو پر رامنځته کولو سربېره، له فساد سره جدي مبارزه سوې او د مالیې وزارت د ګمرکونو د ساتني. . .

BACK TO NEWS