خبرتیا

د مالیاتی چارو د ادارې د قانون د ۳۳ مادې مطابق، ټول محاسبین او مشاورین چی مالیه ورکوونکو ته په مالیاتی چارو کی د مالیاتی مشورو، د اسنادو د تهیې، د محاسبې او نور خدمتونه وړاندی کوی، د مالیې وزارت د عوایدو د لوی ریاست سره ثبت او د مالیاتی محاسبینو تصدیقپاڼه ولری. نو د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست په پام کی لری چی د مالیاتی محاسبینو د ثبت او هغوی ته تصدیقپاڼی د ورکړی پروسه پیل کړی. پدې موخه هغه کسان چی د لاندی شرطونو درلودونکی وی، کولای شی د ۱۳۹۸ کال وږی (سنبله) میاشتی له (۱۲-۳۱) نیټې پوری د عوایدو او ګمرکونو په معینیت کی د عوایدو د لوی ریاست د خدمتونو د عرضې څانګی ته مراجعه وکړی او غوښتنلیک فورم ترلاسه کړی:
- ۲۳ کاله عمر یې بشپړ کړی وی،
- په اړونده پوهنځئ (اقتصاد، محاسبه او حقوق) کی یې تر لیسانس پوری زده کړی کړی وی،
- د محکمی له لوری د مالیاتی قوانینو سر غړونی په تور په مجازاتو باندی نه وی محکوم شوی.
- باید د مالیی وزارت برحاله کارکوونکی نه وی.
پر شرایطو برابر کسان کولای شی د ۲۰۰۰ افغانیو فیس په تحویلولو سره د غوښتنلیک فورمه تر لاسه کړی او د ډکولو څخه یی وروسته ورته یې د تحصیلی اسنادو او د تذکرې له کاپی سره یو ځای بیرته لوړ ذکر شوی ادرس ته تسلیم کړی. د ازموینی وخت او ځای وروسته اعلانیږی. په همدې ډول په ازموینه کی د بریالیتوب په صورت کی مالیاتی محاسب، د تصدیقلیک د تر لاسه کولو د پاره۱۰۰۰۰/- افغانیو په ورکړه مکلف دی.
د لازیاتو معلوماتو لپاره کولای شی په لاندی شمیرو او ایمیل ادرس تماس ونیسۍ.
د اړیکو شمیری
د مشتریانو د خدمتونو د مرکز شمیره ۰۲۰۲۳۲۰۸۱۹
د عوایدو د لوی ریاست د اړیکو مرکز ۱۰۰۰