د افغانستان د مصئونو سندونو د چاپولو پروژې د بنسټ ډبره کیښودل شوه

admin_mof
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۴/۱۱ - ۱۵:۴۵
سنگ تهداب

د افغانستان د مصئونو سندونو د چاپولو پروژې د بنسټ ډبره نن د چنګاښ میاشتې په ۱۱ مه نېټه د مالیې وزارت سرپرست او د زیربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، له لوري کیښودل شوه.

په دې مراسمو کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست ښاغلي محمد فهیم هاشمي، د چارو ادارې او د ملي تدارکاتو کمېسیون استازو، د مالیې وزارت اداري مرستیال او د یو شمېر دولتي ادارو رئیسانو او کارکوونکو کډون کړی وو.

سنگ تهداب

یاده پروژه به د ولسمشرۍ ماڼۍ د عملیاتي او د ملي پراختیا د ملاتړ ادارې له لوري پلي شي او په دې پروژې به شاوخوا پنځه میلیارده شپږ سوه اوو څلویښت میلیونه افغانۍ لګښت راشي، چې د ماشینرۍ، تخنیکي او کاري وسایلو لګښت یې شاوخوا یو ملیارد او پنځه سوه میلیونه افغانۍ کیږي. د چاپ دغه مطبوعه به په یوه ساعت کې د دولس زره A4 پاڼو د چاپولو وړتیا ولري.

د مالیې وزارت سرپرست ښاغلي قیومي، د دې پروژې د پرانیستې وینا په مهال وویل: "د کومې پروژې د بنسټ ډبره چې نن ورځ کیښودل کیږي، له څو اړخونو څخه د ارزښت وړ ده، چې په پلي کیدو سره به یې د دولتي ادارو په ځانګړې توګه د پوهنې، لوړو زده کړو عامې روغتیا او اقتصاد وزارتونو همداشان د امنیت ریاست، د ملي عوایدو راټولیدو او ټولنیز، اقتصادي او سیاسي ژوند په ټولو برخو کې زیات بدلون را منځته کړي. یاده پروژه به په اتلسو میاشتو کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي."

سنگ تهداب

د مالیې وزارت سرپرست زیاته کړه: "د صنعت په برخه کې د دې پروژې د چاپ پیل د افغانستان د ځان بسیاینې په مانا ده، چې له دې سره به په هیواد کې د هر ډول مصئونو سندونو د چاپ زمینه برابره شي، همداشان د دې پروژې په پلي کیدو سره هر کال د یو میلیارد افغانیو د عوایدو راټولو تر څنګ د اسعارو له تیښتې څخه هم مخنیوی کېږي. د دې ملي پروژې د تمویل په برخه کې د المان فدرالي جمهوریت له مرستو څخه مننه کوم."

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست ښاغلي محمد فهیم هاشمي وویل: "د مصئونو سندونو د چاپ پروژه یوه لویه ملي او تاریخي پروژه ده، چې پرانیسته یې د مصئونونو سندونو د چاپ په برخه کې د افغانستان د ځان بسیاینې په لوري یو ستر ګام بولم. د مصئونو سندونو چاپول به موږ د نورو هیوادونو له اړتیا خلاص کړي. د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت هم په دې پروژې کې شامل دی او یو شمېر اړوند کارونه پر مخ وړي."

تهداب

د یادونې وړ ده، چې په دې مطبعه کې به د افغانستان بانک په هوکړه د افغانۍ بانک نوټونو، پاسپورټونه، د تابعیت تذکرې، د دولتي کارکوونکو د پیژندنې کارت، د لوړو زده کړو د دولتي او خصوصي موسسؤ تعلیمي سندونه، د اسلحو د لیږد او ساتنې کارت، د دولتي نقلیه وسایطو کارت، له پولو څخه د نقلیه وسایطو د تېریدو لپاره د اجازې سندونه، د زیږیدلو کارت، د محاکمو وثایق، د فعالیت جواز او اجازه لیکونه، د سټیکر ډولونه (پستي ټکټ، ویزه او داسې نور) د ټاکنو خيلواک کمېسیون په هوکړه د رایه ورکولو سندونه او نور مهم سندونه چې دولت یې تشخیصوي، چاپیږي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۵:۲۱
Background image

د مالیې وزیر هرات او فراه ولایتونو ته سفر وکړ

د مالیې وزیر الحاج ملا محمد ناصر اخوند د خپلو رسمي ولایتي سفرونو په لړ کې دا ځل د دغه وزارت د یو شمېر رئیسانو او مسئولینو په ملتیا هرات او فراه ولایتونو ته سفر وکړ.
نوموړي، د دغه سفر په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۳:۹
Background image

په تېرو دوو اوونیو کې د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیول شوي دي

د غبرګولي ۲۸مه ۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارنې کارکوونکو په تېرو دوو اوونیو کې د کندهار، نیمروز، فراه، ننګرهار او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې په زیاته. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۵:۴۰
Background image

د ننګرهار ګمرک کارکوونکو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمانونو د تشرېح او پوهاوي سیمینار پیل شو

د غبرګولي۲۳مه ۱۴۰۵هـ.ل
د ننګرهار ګمرک ریاست له لوري د دې ریاست او تورخم ګمرک آمریت (۲۰۰) کارکوونکو لپاره د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د فرمانونو د ښه تطبیق په موخه د. . .

BACK TO NEWS