د اقتصادي، سوداګریزو، زیربنایې چارو، سولې او ټیکاو په محوریت د افغانستان او منځنۍ اسیا د پنځو هیوادونو تر منځ ګډه اعلامیه

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۵/۱۵ - ۱۶:۲
خبر

د مالیې وزارت سرپرست او د زیربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، نن د زمري میاشتې په ۱۵ مه نېټه د اقتصادي، سوداګریزو، زیربنایې چارو، سولې او ټیکاو په محوریت د منځنۍ اسیا د پنځو هیوادونو (ازبیکستان، قزاقستان، قرغیزستان، تاجیکستان او ترکمنستان) د با صلاحیته استازو ګډه اعلامیه په ولسمشرۍ مانۍ کې صادره کړه.

د دې ګډې څو اړخیزې اعلامیې له صادرولو څخه موخه د افغانستان او منځنۍ اسیا هیوادونو تر منځ د سولې، ټیکاو او اقتصادي اړیکو زیاتوالی او د همکاریو پیاوړي کول دي چې د پانګونې، د ګډو اقتصادي او سوداګریزو اړیکو ټینګولو او د زیربناء د پیاوړي کولو له لارې به زیاتوالی او دوام ومومي.

د دې اعلامیې په یو برخه کې د افغانستان او منځنۍ اسیا هیوادونو مشرانو داسې ټینګار وکړ: "موږ د منځنۍ اسیا د پنځو جمهوري هیوادونو(ازبیکستان، قزاقستان، قرغیزستان، تاجیکستان او ترکمنستان) استازي او د افغانستان اسلامي جمهوریت منو چې په سولې، ټیکاو، یو بل پسي تړلو او په سیمه اییزو اقتصادي اړیکو کې د هیوادونو دوه اړخیزې ګټې پرتې دي. د هر یو ملت نیکمرغي د سیمې له نیکمرغي سره تړاو لري چې د سوداګرۍ او په زیربناوو د پانګونې له لارې تر لاسه کیږي. موږ په تېرو څلورو کلونو کې د افغانستان سخت درد درک کړی او د سولې لپاره اوسنی وضعیت د افغانستان او سیمې لپاره اړین دی. له همدې کبله موږ د کابل له بهیره ملاتړ کوو او د ۲۰۱۹ کال د اپرېل له ۲۹ مې نه د می تر ۲ نېټې پورې د سولې لپاره جوړ شوی چوکاټ د سولې د بهیر ريښتیني کولو لپاره په رسمیت پېژنو. موږ ټینګار کوو، چې د افغانستان وګړي حق لري، څو په سوله او ارامۍ کې ژوند وکړي."

همدا شان دوی زیاته کړه:" موږ زیات ټینګار کوو، چې د سولې په تړاو یو طرفه اړیکې کولی شي د دې بهیر یووالی کمزوری کړي، له همدې کبله د افغاستان اسلامي جمهوریت د نړیوالو شریکانو په ملاتړ د افغانانو تر مالکیت او مشرۍ لاندي د څو اړخیزه سولې بهیر د ملاتړ ژمنه کوو. په همدې اساس موږ باوري یو چې د افغانستان د سولې له روان بهیر څخه د ملاتړ په موخه د منځنۍ اسیا واحد او پیاوړی دریځ ډیر اړین دی."

خبر

د یادونې وړده، چې له افغانستان سره د منځنۍ اسیا د مشرانو په ناسته کې په وده او د څو اړخیزه مناسباتو په ټینګښت او د تېرو کلونو په بریاوو لکه سویلي اسیا ته د برېښنا انرژۍ او ګازو په لېږد، د انرژۍ او کرنې په برخو کې د بنسټیز مشارکت او پانګونې په جوړېدو او د څو اړخیزه مېکانیزم له لارې د زېربناوو اړخونو ته په پاملرنه ټینګار وشو.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۱۸:۱۸
Background image

د مستوفیتونو له مسئولینو سره آنلاین ناسته وشوه

د چنګاښ۱۴مه۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو عمومي ریاست د عملیاتي مرستیال په مشرۍ او د دې ریاست د مستوفیتونو مرستیال او نورو مسئولینو په ګډون، د مستوفیتونو له مسئولینو سره د عوایدي. . .

BACK TO NEWS