د تړل سويو مالياتي اظهارليکونو خبرتيا

admin_mof
خبر

د مرکز د مالياتي ادارو او د ولايتونو د مستوفيتونو ټولو همکارانو او مالياتي مراجعينو يا ماليه ورکوونکو ته خبر ورکول کيږي چي د کارکوونکو او د مراجعينو د وخت د ضياع د مخنيوي له پاره د عوايدو د سيسټم رياست د وړانديز او د عوايدو د لوی رياست د محترم مقام د منظورۍ پر بنسټ د ۱۳۹۹ او ۱۴۰۰ مالي کلونو ټول مالياتي اظهارليکونه د ۱۴۰۱ مالي کال د مرغومي مياشتي تر پايه پرانيستل سوي دي. نو د مرکز او ولايتونو د مالياتي ادارو همکارانو او مالياتي مراجعينو يا ماليه ورکوونکو ته په ډېر درنښت خبر ورکول کيږي چي ټاکل سوی وخت په پام کي ونيسي او د ستونزو په حلولو کي له مراجعينو سره د اړيني همکارۍ په ترسره کولو سره موږ منندوئ وگرځوي.

د لا زياتو معلوماتو له پاره د ماليې وزارت د عوايدو لوی رياست د خدماتي مرکز له يو زر (۱۰۰۰) اړيکشمېرې سره په اړيکي ټينگولو سره لا زيات معلومات تر لاسه کړئ.

زموږ ماليه، زموږ هيواد، زموږ راتلونکی

وروستي اعلانونه

دوشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۸ - ۱۴:۵۹
Background image

د مستوفیتونو د نقدي حوالو، جنسي او پوهني د کنټرول مدیرانو ته روزنیز پروګرام پیل سو

د مالیې وزارت د بشري سرچینو ریاست او د خزاینو لوی ریاست په ګډه همکارۍ د هېواد په ۳۴ ولایتونو کي د نقدي حوالو، جنسي او پوهني د کنټرول مدیرانو لپاره انلاین

یکشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۹ - ۱۴:۵۰
Background image

د اضافي مالیې (مالیاتي جریمې) د معافیت خبرتیا!

د مالیې وزارت په وړاندیز او پر ملت او په ځانگړي ډول پر خصوصي سکټور باندي د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د ځانگړي مهربانۍ او لورېيني له مخه ټولي اضافي

چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۱ - ۱۳:۵
Background image

د مالیې وزارت عوایدو لوی ریاست د مالي کال د بدلولو د غوښتنلیک خبرتیا

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معینیت اړونده د عوایدو لوی ریاست کورنیو او بهرنیو انفرادي او شرکتي سازمانونو ( محدودالمسؤلیت، تضامني، سهامي شرکتونو

Back to announcements