د دولتي شرکتونو د څار پلاوي پېژندنه

د دولتي شرکتونو د څار پلاوي هغو کسانو ته ویل کيږی، چي د دولتي شرکتونو د قانون له حکم سره سم، د مشورې ورکړي، څارني او د دولتي شرکتونو اړوند د همغږۍ په موخه ګمارل کيږي. د څار پلاوي دنده، صلاحیت او کاري حیطه یې د قانون له خوا ټاکل کيږي. د دولتي شرکتونو د څارني د پلاوي ریاست د دولتي شرکتونو د رئیس پرغاړه وي او د مالیې وزارت د دولتي شرکتونو د څار پلاوي سکرتریت پرغاړه لري. په غیابي حالت کي د دولتي شرکتونو د څار پلاوي ریاست د مالیې وزارت د مرستیالانو له ډلي چي د وزیر له خوا وټاکل سي د څار پلاوي د ریاست دنده پرغاړه اخلي.

د څار پلاوی باید په میاشت کي یو ځل ناسته ولري، د دولتي شرکتونو د رئیس د موجودیت په صورت کي کولای سي فوق العاده ناستې ترسره کړي. اجرائي رئیس او یا هم د څار پلاوي نور غړي کولای سي چي فوق العاده ناستې د یاد پلاوي رئیس ته ور وسپاري.

د دولتي شرکتونو د څار پلاوی د اسنادو او هېواد د نافذه قوانینو په پام کي نیولو سره په مختلفو برخو کي د مشخص صلاحیت لرونکي دي.

د څارني په وخت کي د دولتي شرکتونو د څار پلاوي صلاحیت او دندې:

اول: د ملي پراختیایي پروګرامونو څخه د همغږۍ ډاډ ترلاسه کولو په موخه د دولتي شرکتونو په فعایت باندې څارنه.

دوهم: د دولتي شرکتونو د کړنو د ستراتېژۍ او کړنو ارزونه

درېیم: د دولتي شرکتونو د فعالیتونو ارزونه او د افغانستان اسلامي امارت کابینې ته د اړتیا او یا نه اړتیا په صورت کي پېښنهاد وړاندي کول ترڅو کابینه وکولای سي له مالیې وزارت سره په مشوره د انحلال، خصوصي کېدو، یوځای کېدو، بیا تنظمېدو او یا د دولتي شرکتونو ساده کولو په برخه کي پرېکړه وکړي.

څلورم: د دولتي شرکتونو د مالکیت چوکاټ لپاره د پالیسۍ وضع کول

پنځم: د دولتي شرکتونو د اخلاقي ضوابطو او مدیریت لپاره د معیارونو جوازول

شپږم: د دولتي شرکتونو د فعالیت لپاره د ارزوني سیستم جوړول

اووم: د دولتي شرکتونو د عمل کرد او بودیجې، د ستراتېژۍ ارزونې سیستم جوړول.

اتم: د دولتي شرکتونو د فعالیتونو ارزونه او که چيرته د تنظیموونکي د عملکرد او دولتي شرکتونو د تجارت عملکرد په منځ کي تناقض موجود وو د مالیې له وزارت سره په مشوره د افغانستان اسلامي جمهوریت کابینې ته د وړانديز لېږل، ترڅو سوداګریز فعالیتونه د پالیسۍ جوړوني له فعالیتونو جلا کړي یا دولتي ادارو ته د شرکتونو صلاحیت لېږل او یا هم د ډاډ ترلاسه کولو په موخه یوه بله لاره پیدا کول ترڅو د دولتي شرکتونو د تنظیموونکي عملکرد او د سوداګرۍ د عملکرد ترمنځ کوم تناقص شتون ونه لري.

نهم: د مکافاتو او مجازاتو پالیسۍ وضع کول  او په پلي کولو یې څارنه

لسم: د مالي راپور ورکونې پالیسۍ وضع کول او د هغه څارنه

یوولسم: د ونډوالو د ناستي ترسره کېدو لپاره د کړنلاري وضع کول او ترې څارنه

دوولسم: دولتي ونډوالو ته د مشورې ورکول اود رایي له حق پرته د ونډوالو په عمومي ناسته کي ګډون

دیارلسم: په دوره یی ډول د دولتي شرکتونو د کړنو ارزونه او مطالعه او د اړتیا په صورت کي یې د کړنو او مدیریت د راپور غوښتل.

څوارلسم: د دولتي شرکتونو د هدف تعیینول په تړاو د مالیې وزارت او نورو دولتي ونډوالو او دولتي شرکتونو ته تخنیکي مشوره ورکول او له دوی سره همکاري ترڅو د موخو د تحقق په موخه د دولتي شرکتونو عملکرد وڅاري.

پنځلسم: د روڼتیا او قانونیت تامینولو په موخه د دولتي شرکتونو په فعالیتونو څارنه.

شپاړسم: د دولتي شرکتونو د مدیره پلاوي او ټولو ونډوالو د ناستي جوړېدو په موخه د کړنلارې وضع کول.

د بشري منابعو په برخه کي د دولتي شرکتونو د څارپلاوي دندي او صلاحیتونه

لومړی: د مدیره پلاوي د نوماندانو له هغه نوملړ څخه د دولتي شرکتونو د مدیره پلاوي ټاکل چي د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د کمیسیون لخوا چمتو سوی وي.

دوهم: د مدیره پلاوي د شمېر او اهلیت په اړه د درج شوي حکم ۲۳مي مادې او د اساسنامې د شرایطو رعایتول.

درېیم: د مدیره پلاوي د غړو او د دولتي شرکتونو د مسولینو کړنې ارزول.

څلورم: د مزد د اندازې ارزونه، د مدیره پلاوي د غړو په اړه د دولتي شرکتونو پالیسي او امتیازات، د دولتي شرکتونو مسولین او کارکوونکي او د دولتي شرکتونو د پالیسیو د تعدیل لپاره د وړاندیزونو او غوښتنو وړاندي کول. 

پینځم: د مدیره پلاوو د غړو یا د دولتي شرکتونو د مسولینو د دندړ ځنډېدل یا عزل کيدل د مدیریتي معیارونو د نه رعایتولو یا نقص کولو په صورت کي.

شپږم: د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون سره په مشورې د دولتي شرکتونو د معاشونو د سیستم، د مزد د کچي او د افغانستان اسلامي امارت د پېشنهادونو د وړاندي کولو په اړه مطالعه. پېشنهاد سوی سیسټم د استعدادونو د جذب ضامن دئ او له مالي اړخه د دولتي شرکتونو لپاره مناسب او تلپاتي دئ.

اووم: له بشري منابعو او د دولتي شرکتونو له سرمایې څخه د اغيزمني استفادې په هکله تحلیل او پلټنه.

اتمه: د هغو پروګرامونو چمتو کول او تطبیقول چي د هغوی په اساس د دولتي شرکتونو مسولین او اداري کارکوونکي په دوریي توګه په بېلابېلو دولتي شرکتونو کي دنده ترسره کړي. د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون سره په مشوره د اداري کارکوونکو د برنامې چمتو کول او تطبیق.

د دولتي شرکتونو د څارپلاوي دندي او صلاحیتونه

لومړی: د دولتي شرکتونو د کلني بیلانس او د ربعوارو فعالیتونو د ګزارش تحلیل او ارزونه او په اړه یې مدیره پلاوي ته د نظریاتو وړاندي کول.

دوهم: د کلني بیلانس او ربعوار ګزارش پر اساس د نظارتي فعالیتونو ترسره کول او د دولتي شرکتونو د مالي او اقتصادي فعالیتونو ارزونه.

درېیم: د دولتي شرکتونو د اقتصادي او مالي چارو په اړه د حقیقي او حکمي اشخاصو د شکایتونو ارزونه او مدیره پلاوي ته یې ګزارش وړاندي کول.

څلورم: د دستورالعملونو او لارښودونو صادرول او د مالي سیسټم د پیاوړتیا په موخه د مالیې وزارت د پیشنهاد له مخي د دولتي شرکتونو لپاره د کاري اهدافو جوړول. مالي کنټرول او مالي ګزارش ورکوونکي سیسټمونه.

 

پینځم: د شرکتونو د مالي خطرونو د حل لارو په تړاو له مالیې وزارت سره همکاري په ځانګړي ډول د هغه حللارو په اړه چي مالیې وزارت پیشبیني کړي دي.

شپږم: د دولتي شرکتونو د مالي پلټنې(تفتیش) غوښتنه، د مالي حسابونو څرنګوالی، سوابق او کتابونه یې چي د دولتي شرکتونو د پلټنې یا د پلټنې خپلواکو بنسټونو لخوا د دولتي شرکتو په لګښت.

اووم: د دولتي شرکتونو د مالي حسابونو ارزونه او د اړتیا په صورت کي د تعدیل غوښتنه یې د مدیره پلاوي سره په همکارۍ.

اتم: د دولتي شرکتونو د مالیاتو د ورکړي، د ربعوارو ګزارشونو، د یادو شرکتونو د لاسته راوړنو او کلني بیلانس سره سمه څارنه.

نهم: د دولتي شرکتونو کلنۍ بودیجه او د سوداګریز پلان تائید.   

وروستی خبرتیاوينور دلته

یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .