د سند نه لرونکو – یو کلي وسایطو د ثبت پروسې د پیلیدو په اړه د مالیې وزارت خبرپاڼه

admin_mof
اطلاعیه

مالیې وزارت د ولسمشرۍ عالي مقام د حکم او د امنیت شورا د ۱۵مې ګڼې مصوبې له مخې د ملي عوایدو زیاتیدو، د امنیت او ټولنیز نظم د تامین او د ترافیک جریان له ګډوډیدو څخه مخنیوي په موخه د سند نه لرونکو – یو کلي وسایطو د ثبت پروسه د روان کال د لړم میاشتې په ۱۰مه نېټه پیلوي.

د سند نه لرونکو د ټولو وسایطو څښتنان مکلف دي چې د ۱۳۹۹ کال د لیندۍ میاشتې تر ۲۷مې نېټې پورې خپل وسایط په ګمرکونو کې او په هغو ولایتونو کې چې ګمرک نه وي په مستوفیتونو کې ثبت او طی مراحل کړي.

همداشان ټینګار کیږي چې د سند نه لرونکو وسایطو د ثبت او طی مراحلو په اړه غوښتنې له یادې نېټې وروسته د منلو وړ نه دي او له سندونو پرتله پاتې وسایل د اړوندو مراجعو له لوري ضبطیږي.

د سند نه لرونکو د غیر زرهي وسایطو لپاره په ګمرکي دیتابیس کې د بیې د تخفیف سلنه

له ۱۹۹۰ – ۲۰۰۰ ماډل پورې ۸۵ سلنه تخفیف

له ۲۰۰۱ – ۲۰۱۰ ماډل پورې ۷۵ سلنه تخفبف

له ۲۰۱۱ – ۲۰۲۰ ماډل پورې ۳۵ سلنه تخفیف

ټول وسایط د سلنډر حجم ته په کتو سره له تعرفې سره سم د ګمرکي محصول تابع او د اجرا وړ دي. هغه وسایط چې یادې تعرفې کې نه وي شامل د ۲۵ سلنې محصول تابع به وي، د دې تر څنګ یاد ټول وسایط د نورو ګمرکي او ترافیکي جرایمو معافیت کې شامل دي.

د سند نه لرونکو د زرهي وسایطو لپاره په ګمرکي دیتابیس کې د بیې د تخفیف سلنه

له ۲۰۰۰ – ۲۰۰۷ ماډل پورې ۵۵ سلنه تخفیف

له ۲۰۰۸ – ۲۰۱۵ ماډل پورې ۴۵ سلنه تخفیف

له ۲۰۱۶ – ۲۰۲۰ ماډل پورې ۳۵ سلنه تخفیف

ټول وسایط د سلنډر حجم ته په کتو سره له تعرفې سره سم د ګمرکي محصول تابع او د اجرا وړ دي. هغه موټر چې یادې تعرفې کې نه وي شامل د ۳۵ سلنې محصول تابع به وي، د دې تر څنګ یاد ټول وسایط د نورو ګمرکي او ترافیکي جرایمو معافیت کې شامل دي.

د ګمرکي سند نه لرونکو وسایطو د سندونو پړاو ترسره کېدو څرنګوالی

لومړی پړاو: د سند نه لرونکو وسایطو څښتنان کولی شي د خپلو وسایطو د ثبتولو لپاره چمتو شوی فورم د مالیې وزارت له ویب سایټ څخه ترلاسه کړي.

دویم پړاو: د وسایطو څښتنان وروسته خپله ثبت شوې فورمه ډکوي، د پېژندپاڼې له کاپي او دوه قطعې انځورونو سره یې په ولایت کې نږدې ګمرک او په هغو ولایتونو کې چې ګمرک نه شته مستوفیت ته د وروستیو پړاوونو لپاره وړي.

درېیم پړاو: ګمرکونه او مستوفیتونه د مالکینو فورمې ترلاسه کوي او په خپل د وارداتو په کتاب کې یې ثبتوي.

څلورم پړاو: وروسته بیا د ګمرکونو او مستوفیت اداره د وارداتو کتاب کې درج شوي معلومات د ۱۰۱ جدول په دېټابیس کې ځای پرځای کوي.

پنځم پړاو: ګمرک او یا مستوفیت د ۱۰۱ جدول د ترافیکو، ملي امنیت او له جنایي جرمونو سره د مبارزې استازو ته د مالکینو د مسؤلیت نه منلو په موخه استوي.

شپږم پړاو: د ګمرک او یا مستوفیت اداره په ګمرک یا مستوفیت کې د وسایطو د تخنیکي ارزونې په موخه د ترافیکو له استازي سره د وسایطو له مالک سره په اړیکه کې وي.

اووم پړاو: د ګمرک ټول سندونه او بانکي اوېزونه چې د وسایطو د قانوني پړاوونو ترسره کېدو شاهد وي، د پلیټ نمبر په موخه د ترافیکو ریاست ته استول کېږي.

اړوندې سرچینې مکلفې دي څو د دې حکم له اعلان وروسته نوي را وارد شوي د ګمرکي سند نه لرونکي وسایط چې افغانستان ته د واردېدو د قانون او کړنلارې خلاف وي، ضبط او بند کړي.

همدا شان د ملي امنیت شورای ۱۵ ګڼې مصوبې څلورمې فقرې دویمې مادې مطابق، د دلایلو او امنیتي ګواښونو پر بنا د هغو کسانو د سندونو نه لرونکي وسایط چې برېښنایي پېژندپاڼه نه لري نه ثبتېږي او د سندونو پړاوونه یې نه ترسره کېږي.

د ملي امنیت شورای ۱۵ ګڼې مصوبې څلورمې فقرې دویمې مادې مطابق، امنیتي او کشفي بنسټونه له عدلي او قضایي ارګانونو سره په همغږۍ مکلف دي څو د امنیتي دلایلو او د ګمرکي عوارضو له ورکړې د تېښتې پر بنا، له دې وروسته هغه کسان چې سند نه لرونکو وسایط را واردوي مخنیوی یې وکړي، ودي نیسي او د هیواد د قوانینو په رڼا کې دي نوموړی کس کم ترکمه لس کال په بند محکوم کړي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

وروستي اعلانونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

Back to announcements